افغانستان

اشرف غني د امریکا دفاع وزیر سره تیلفوني خبرې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر ډاکټر محمداشرف غني د امریکا نوي ټاکل شوي ددفاع وزارت سرپرست جنرال کریسټوفر سي میلر سره تیلیفوني خبرې کړې دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اشرف غني پرون د سه شنبې په ورځ د تیلفوني اړیکې له لارې د امریکا نوي ټاکل شوي ددفاع سرپرست وزیر جنرال کریسټوفر میلر سره په داسې مهال د افغانستان د روانو حالاتو په اړه خبرې کړي چې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مایک میلر هم موجود ؤ.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا سرپرست دفاع وزیر افغانستان سره د امریکا د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اشرف غني د امریکا سرپرست دفاع وزیر سره په داسې مهال تیلیفوني خبرې کوي چې پنټاګون تر راتلونکي جنوري میاشتې له افغانستان څخه د ۲۰۰۰ نورو امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان کړی، چې په دې سره به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x