افغانستانسولې اړوند خبرونه

اروپايي اتحادیه: د جګړې  د کموالي په صورت کې طالبانو په جینوا کنفرانس کې ګډون کولای شوای

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی «انډریاس وون برنټ» وایي، که طالبانو د جګړې شدت راټيت کړی وای کولای یې شوای د ۲۰۲۰ میلادي کال د جینوا په کنفرانس کې ګډون وکړي.

طلوع نیوز د اروپایي اتحادیې د استازي له قوله لیکلي، چې دا ځل د کرونا او سولې پروسې له امله د رامنځته شوي ضعیت په خاطر د جینوا کنفرانس ډېر مهم دی، چې ښايي د افغانستان لپاره ښې پایلې ولري «د ۲۰۲۰ کال لپاره د جینوا کنفرانس په یوه مهم پړاو کې رابلل کېږي، اول د کرونا او دوهم د سولې موضوع ده.موږ باور لرو چې ښې پایلې به ولري، که څه هم زه تر دې دمه د ژمنو په اړه څه نشم ویلای؛ خو اروپايي اتحادیه به د افغانستان په اړه په خپل پخواني دریځ لا هم وپالي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د جګړې د شدت کموالی یوازینۍ لاره وه چې په مټ یې طالبانو کولای شوای په جینوا کنفرانس کې ګډون وکړي « د جینوا د کنفرانس ډېرو ګډونوالو له طالبانو سره اړیکې درلودې، او دا ډېره مهمه ده چې د کنفرانس هر ګډون کوونکی له مدني او بشري حقونو او ځانګړنو سره برابر وي، د جګړې د شدت په دې لوړ پړاو کې کنفرانس کې د طالبانو د ګډون تمه نه کېږي؛ خو موږ ټولو هغوی ته ویلي، چې د ګډون یوازینی لاره د جګړې د شدت کموالی دی.»

برنټ که څه هم د جینوا په کنفرانس کې له حکومت د اروپايي اتحادیې د ملاتړ ژمنه کوي؛ خو په خبره یې حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې ښه انځور نه دی پرېښی چې باید په دې برخه کې جدي کار وکړي.

د اروپایي اتحادیې د استازي پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې تمه ده څو ورځې وروسته د نړۍ د اویا هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د امریکا په مشرۍ یوه ناسته وکړي او له کابل حکومت سره د مرستو په اړه خپله پالیسي روښانه کړي.

څه موده وړاندې د جینوا لپاره د فنلنډ هیواد ځانګړي استازي هم له طالب سیاسي چارواکو سره د یاد کنفرانس او له افغانستان سره د احتمالې کېدونکو مرستو په اړه خبرې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

کفارلااوس هم کوښښ کوی چه ملحدحکومت پراقتدارپاته سی هیڅکله ملحدحکومت ته پرخپل ملت دظلم کولوڅخه دمخنیوی هدایت نه کوی که دپوهنتون تنکی ځوانان وژنی هم ، پرداسی کنفرانسودی لعنت وی چه داسلام دمخنوی دپاره کیږی اومسلمانان یی دمرداروکومکوامید ساتی،الله په قرآنکریم کی فرمایی:څوک چه له ماوبیریږ ی زه به له هغه ځایه روزی ورکړم چه ددوی به هیڅ هغه ته فکرنه وی نومسلمانان بایددالله وبیریږی دکفارو واسلام تخریبوونکوکنفرانسوته په طمع نسی دالله پرمددتکیه وکړی په دنیاکی به داسی څوک نه وی چه دملحد حکومت له ظلمونوی خبرولی هرظالم سترګی پرپټوی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

طوطی

فکر وکړی طالبانو ټول افغانستان په زور ونیوه او لکه د پخوا په شان امارت یی کابل کی جوړ کړ. د زور حکومتونه لکه د فرغون به هیڅکله هم دوام ونکړی او بالاخره به یو موسی پیدا شی چی دړې وړی یی کړی. دوی چی په سیاست نه پوهیږی او نړیوالو سره سیالی کولای نشی بیا به هم لکه تیر وخت تجرید او لری پاتی وی صرف پاکستان او دوه درې نور ملکونه به په رسمیت پیژنی او بس. ډیر ښه وخت وه کچیری طالبانو یوه د سولی لاره غوره کړی وای اوس به یی نړیوالو سره ځانونه مطرح کول.… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx