نړۍ

ټرمپ له خپلو سلاکارانو د ایران پر اټومي بټۍ د بريد مشوره غوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې ادعا کړې، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په وروستيو ورځو کې له خپلو سلاکارانو مشوره غوښتې، چې څه ډول به د ایران پر اټومي بټۍ برید ممکن وي.

د نيويارک ټايمز د رپوټ له مخې ډونلډ ټرمپ د تېرې پنجشنبې په ورځ له مرستيال ولسمشر مايک پنس، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، او جنرال مارک ملي پوښتنه کړې، چې راتلونکو اونيو په داسې يوه غوراوي فکر وکړي، تر څو د ایران اټومي بټۍ په نښه کړي.

د ورځپاڼې د رپوټ له مخې ګڼو اوسنيو او پخوانيو چارواکو ټرمپ ته پر ایران د برید نه کولو مشوره ورکړې او اندېښنه يې ښکاره کړې، که د ایران پر ضد پوځي ګام پورته شي، نو ټوله سيمه به د اور خوراک شي.

د اټومي انرجي نړيوالې ادارې په خپل وروستي رپوټ کې ويلي، چې ایران د يورانيمو د غني کولو چارې ګړندۍ کړي دي او ټرمپ هم دغه ناسته د دې رپوټ په غبرګون کې راغوښتې وه.

د يادونې وړ ده، چې ډونلډ ټرمپ د ۳م نومبر په ولسمشريزو ټاکنو کې د خپل ډيموکراټ سيال جوبايډن له لوري ماتې خوړلې او ټاکل شوې، چې د راتلونکي ۲۰۲۱ د جنورۍ په شلمه به بايډن ته واک وسپاري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، کېدای شي ټرمپ د خپلې واکمنۍ په ورستيو ورځو کې داسې پرېکړه وکړي، چې د امريکا ملي امنيت ته ګواښ وي او په دغو ګواښونو کې يې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو ويستل، پر ایران د بريد او ورته نورې پېښې يادې کړې وې.

د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۴ کال کې د امريکا په ګډون شپږو سترو هېوادونو له ایران سره اټومي تړون وکړ، خو په ۲۰۱۷ کال کې چې ټرمپ د امريکا ولسمشر شو، دغه تړون يې د امريکا په زيان وباله او په ۲۰۱۸ کال کې په يو اړخيزه توګه له دې تړونه ووت.

له اټومي تړونه تر وتلو وروسته امريکا پر ایران نوي بنديزونه ولګول او د دواړو هېوادونو اړيکې يو ځل بيا ترينګلې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

که چیری امریکا پرایران حمله وکړی دنړۍ ټول مسلمانان بایدپرامریکایی هډوپه منځنی ختیزاواشیایی ملکوکی حملی وکی ټول کفاربایدله اسلامی ملکووباسی که نن مسلمانان متحدنسی بیاهیڅکله متحدکیدای نسی دسعودی دکفاروملګرۍ بایدله مکی بیدخله سی اوصحیح پرقرآنکریم عمل کوونکی بایددمکی مقدسات خوندی کی دکفارو ملګری اودشیطانی خواهشاتوملګری تنهاپه نامه مسلمانان دی .په احترام َعبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx