ټولنیزه برخه

جهاد، منبر او تر مینځ یې د وحدت ضرورت! «لومړۍ برخه»

حماد افـغـان شیـرزاد

لکه څرنګه چې د انسان بدن د بیلا بیلو اعضاؤ څخه جوړ دی، د هرې عضوې او حصې ځانته ځانګړې خصوصیت او ګټه ده لکه: انسان په سترګو لیدل، په لاسونو نیول،  په پښو تلل او په ژبې سره خبرې کوي، همداسې اسلام او زموږ مبین دین هم مختلف ټولي او شعبې لري د هرې شعبې او ټولي خپل مسؤلیتونه او خصوصیات دي. د پوره او روغ بدن انسان د ژوند له ټولو مشکلاتو سره مقابله کولای شي او له ګټو یې برخمن وي،  همداسې که د اسلام ټولې  شعبې فعالې او په کار لګیا وي او هم یې تر مینځ وحدت او یووالې وي نو اسلام به بشپړ او کامل وي.

که موږ چیرته وګورو ظاهرا د دې ټولیو ځانګړي او بیل بیل کارونه او مسؤلیتونه دي خو که چیرته یې حقیقت ته واړوو نو د دې ټولو شعبو یو هدف او مقصد دی، خو دا مقصد او مرام هلته ترلاسه کیږي چې د دین اسلام د ټولو شعبو تر مینځ وحدت،  همغږي او یووالې وي.

زموږ د لوی رب جل جلاله د کلام  زیاتره آیتونه همدې خبرې ته کله ضمنا او کله بیا صراحتا اشاره کوي د قرآن د دې آیت “وانتم الاعلون ان کنتم مؤمنین” مصداق هم مفسرین دا وایي چې تاسو صادقه، ریښتیني او کامل مؤمنان وئ، او انسان تر هغه کامل مؤمن نشي جوړیدلې چې د اسلام ټولې شعبې حقې وګڼي او د خپل توان او طاقت تر حده پکې خدمت وکړي. همدا راز د سورة الصف آیت “ان الله یحب الذین یقاتلون في سبیله صفا کانهم بنیان مرصوص” هم د اسلامي امت د ټولیو وحدت او یووالي ته اشاره کوي او د دې سربیره د وحدت او یووالي فائده هم بیانوي.

د اسلام د دین د ټولو شعبو تر مینځ خامخا اړیکه او تعلق وي خو د ځینو ټولیو اړیکه او تعلق بیا د تلازم تره حده رسیږي او یو نوع خصوصي او ځانګړې تعلق لري، داسې تعلق چې د یو بل د بقاء ضامن دي، که چیرته یې یو هم د بل سره اړیکه پرې او قطع کړي او د یو بل د دفاع نه کوي نو بل ټولې او شعبه هم دوام نشي کولی او ډېر زر به له منځه ځي.

سره له دې چې جهاد د دین د ټولو شعبو او ټولیو ساتونکې او محافظ دی او د ټولو مسلمانانو او د دین اسلام د سرفرازۍ او کامیابۍ راز په همدې کې انغښتل شوې خو بیا د ټولو شعبو سربیره د جهاد یو ځانګړې تعلق او اړیکه د محراب او منبر سره ده،  داسې تعلق او اړیکه لکه په بدن کې چې د زړه او دماغو کوم دی او د دې تعلق په روغ او جوړ ساتلو د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم او بیا صحابۀ کرامو او أئمه مجتهدینو ټینګار کړی ، نو ځکه د اسلام دښمنانو یهود، نصاری او نورو کفري قوتونو د تل لپاره دا هڅې او کوښښونه کړي او کوي یې چې څرنګه  موږ د جهاد او محراب، مورچې او منبر اړیکه ختمه او سره یې بیل کړو.

دا یو ستر او منلې شوی حقیقت دی چې د یو په مفلوج او ناکاره کولو سره بل ټولې هم له کاره غورځي او بالآخره له منځه ځي،  لکه څرنګه چې محراب او منبر د قران عظیم الشان، د خوږ نبي د احادیثو، دیني کتابونو درس او تدریس،  الهي احکامو (فرائضو،  واجباتو،  سننو او مستحباتو) په بیانولو او عامه اذهان او افکار جوړولو او په اسلامي بڼه جوړولو کې یو مهم کردار لوبوي او سرته یې رسوي، داسې د جهاد طرفته د ځوانانو په راجلبولو، د اسلامي نظام د نفاذ لپاره د امت د اشخاصو جذبه برقراره ساتلو او پیدا کولو کې هم یو مهم کردار لوبوي او سرته یې رسوي ، همداسې د جهاد په ذریعه د منبر او ټولو الهي احکامو ساتنه کولی شي نو د منبر او محراب سالم پاتې کېدل په دې کې دي چې دوی د جهاد حفاظت او ساتنه وکړي او هغې طرفته د سوچه او اسلامي فکر خلک ولیږي او همداسې د جهاد بقا په دې کې ده چې ټول مسائل او مشکلات یې د محراب او منبر له لارې حل او فصل شي.

د جهاد او منبر تر مینځ تعلق او اړیکه داسې شوه لکه د زړه او دماغو تعلق او اړیکه،  نو مسلمانانو ته پکار ده چې دوی ړ اسلام د مغزو او زړه اړیکه برقراره او ټینګ وساتي، خدای مه کړه که چیرته دغه اړیکه ټکنۍ او کمزورې شي اسلام به هم ورسره مفلوج او بیا به نور دښمنان او شیطان صفته قومونه غالب شي لکه په موجوده عصر او دور کې یې موږ په رڼو سترګو وینو او ګورو.

نور بیا ان شاءالله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

حماد افغان شیر زاد صاحب مهمې او ضروري موضوع کې لیکنه کوي امید ده چې مسائیل له څه زیاتې روڼتيا څخه برخمنه وي چې ښه مالومات تر لاسه کړو انتظار یو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x