افغانستان

ناټو: له افغانستانه د ځواکونو چټک را ایستل په درنه بیه تمامېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې تمه ده د امریکا ولسمشر په نږدې راتلونکي کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه مهم اعلان وکړي؛ د ناټو سازمان عمومي منشي «ینس سټولټنبرګ» وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو چټک را ایستل درنه بیه لري.

د اسوشیټيډ پریس خبري اژانس د راپور په اساس سټولټنبرګ ویلي، سره له دې چې د ناټو هیڅ غړی له اړتیا زیات په افغانستان کې پاتې کېدل نه غواړي؛ خو د ځواکونو د چټک را ایستلو بیه به ډېره لوړه وي «موږ له یوې سختې پرېکړې سره مخ یو،موږ له شلو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې یو او هیڅ غړی مو نه غواړي چې تر اړتیا زیات په افغانستان کې پاتې شي؛ خو په عین وخت کې چټک او د شرایطو په نظر کې نیولو پرته د ځواکونو را ایستل درنه بیه لري.»

نوموړي وړاندې ادعا کړې چې افغانستان اوس هم د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدلېدای شي او کېدای شي، داعش ډله یو ځل بیا په افغانستان کې سر راپورته کړي.

د ناټو د عمومي منشي له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا ولسمشر هوډ لري په نږدې راتلونکې کې زرګونه امریکایي عسکر له افغانستانه خپلو کورونو ته ستانه کړي.

امریکایي نظامي چارواکي وایي، ټرمپ په راتلونکو څو ورځو کې له افغانستانه د امریکایي عسکرو د ایستلو په تړاو مهمه پرېکړه اعلانوي او ښايي هلته د مېشتو خپلو ځواکونو شمېر دوه زره پنځه سوه ته راټيټ کړي.

د امریکا ولسمشر چې د افغانستان د جګړې له مخالفینو څخه دی، له دفاع وزارت «پنټاګان» څخه ټول هغه نظامي چارواکي لیري کړي چې په افغانستان کې د ځواکونو په مېشتېدو یې ټینګار کاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx