دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتيا ده «لومړۍ برخه»

اسدا لله (رزین)

سیرت لوړ ارزښت لرونکی، اړین ،په زړه پورې او د سړيتوب(شخصیت) د جوړیدو او پوره کیدو یواځنی د ډاډ وړ قالب ده که هر څوک غواړي، نو ژر ترژره دې د سیرت په لویه مدرسه کې د داخلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړې.

سیرت د هغې صفا او بې خچه اینې هغه صفا مخ ده په کوم کې چې د الهي عادل نظام ټکي په ټکي تمثیل د الهي غوره سویو ښوونکو د کړنو یا کارنامو په هغه څرنګوالي کې چې د انسان د انساني کیدو لور ته د پالې پالې کیدو بریالۍ او د منلو وړبڼه پکې ښکاریږياو یا داسې!اړینه ده چې د نبوت بله ډیوه یو ځل بیا موږ او ټول انسانیت ته د لارې مشال سې ترڅو د انساني ژوند بهیر دننه ني یا شته جهالت او دهشت له منګولو دارنګه د فلاح لاره پیدا کړي لکه څرنګه چې يې په اوومه عیسوي پیړۍ کې د بیخي نه شونتیاؤ په حالت کې د خپل مهال د وحشت او دهشت له منګولو پیدا کړې ؤ، چې دوست او دښمن دواړو تر اوسه پورې ګوتې ورته په غاښ نیولې دي.

د اسلام دا نړیوال او زوال نه منونکی نعمت هر مهال انسان ته له دوو لارو رسیدلی! د خدای کتاب او د انبیاؤ(ع)شخصیتونه، خو که نبي له کتابه او کتاب له نبي بیل سې بیا یې نو ژوندۍ بیلګه ننۍ یا تش په نامه عیسویت ده چې تر نامه لاندې یې نړۍ وال سیکولریزم او صهیونیزم خرمستي کوي او یا لکه بې ماڼوګي کشتۍ.

اوس هم هغه دوه لارې شته او غواړي چې د انساني ژوند ویجاړ سوی نظام له نوي سره ډیر ټینګ او د خټې(فطرت)په خوښه جوړ کړي چې:

نن دا ښکلې بڼه یواځې او یواځې د محمد رسول الله(ص)په پاک سیرت کې موندل کیدای سي.

اوس هم که څوک وغواړي، نو په ډیره اسانۍ سره به قرانکریم له محمد رسول الله(ص)او محمد رسول الله(ص)له قرانکریمه پیداکړي.

د کتاب او نبي دواړو یوه موخه ده او هغه ګډه موخه یې انسان ته راوړې ده.

انبیاء(ع)بیخي یو بل ته ورته انسانان وو، په ځان ګړي ډول سره د پيغام او پیغام  رسونې له مخه دوی ټول الله(ج)انسان ته د خپل پیغام رسولو له لپاره خوښ کړي او ګومارلي وو.

که څه هم چې موږ ته د نورو انبیاؤ(ع)د سیرتونو ډیره لیږ برخه راپاته سوې ده، خو زه په دې اړه بیخي اندیښنه نه لرم، ځکه چې ټول انبیاء(ع)له یوه الهي درباره د یوه ګډ پیغام راوړونکي وو، نو د چا تر منځ چې د ګډون دومره پیاوړی لاسوند شتون ولري، نو بیا د هغوی ډیرې نورې ځانګړنې هم سره ګډې وي.

همدغه لامل ده چې ماته د خاتم الانبیاء(ص) سیرت د ټولو انبیاؤ(ع)ګډ او یا د ټولو انبیاؤ(ع) د سیرتونو ټولګه(مجموعه)ښکاریږي.

د رسول الله(ص)ټول ژوند د ځان جوړونې په زړه پورې لوستونه لري.

محمد(ص)له هغو ښوونکو نه وو چې په ویلو او کولو کې یې توپیروي.

هغوی(ص)د ویلو هم ښوونکی وو او د کولو هم، د هرچا ښوونکی و او د هغو هم چې نه یې مانه.

زما په اند په انساني نړۍ کې یواځې محمد(ص) ده چې سیرت یې ثابت، تل پاته او ټول انسانیت ته لارښود بنسټونه لري.

په نړۍ کې به داسې څوک نه وي چې محمد(ص) یې لوستلی وي، خو ترې اغیزمن سوی نه وي.

که په ځانګړي ډول سره په ګران افغانستان او ټوله نړۍ کې روان ستونزمن او په وینو لت پت حالت ته ښه ځیر او د یو بې پرې انسان په حیث یې وڅیړو، نو وبه ګورو چې ټول ایزمونه او د دوی په ژبه دینونه، مشاهر او لید لوري یې لاس تر زنې ناست دي او انسان ته له انسانه نجات نسې ورکولای او د شته مهال د ترور رحم او کرم ته یې ور پرې ایښی دی.

دوی نه دي ملامت ځکه چې دوی د انساني تاریخ په ټولو پاڼو کې انسان ته د نجات ورکولو بیلګه نه لري.

دا اسلام ده چې په هره زمانه کې چلیدای سي، ثابت اصول لري، د زمانې زور نه پرې رسیږي، په انسان بې شمیره لوریدنې لري، ځکه چې دۀ هم د انسان د نجات دین، نو یواځې او یواځې اسلام هغه وس اوس هم لري په کوم کې چې یې تر دې له څو واره ستونزمنه او لاس تر زنې حالته انسان روغ رمټ راایستلی ده، نو انسان نه ده ملامت چې نن بیا هم شیبه شماري کوي او د رارسیدو په لاره کې یې ناست ده ترڅو یې مسیحا راورسیږي او نجات ورکړي.

زه دغه ستا په لاس کې څو اوډلې پاڼې د نبوت، انبیاء(ع)، محمد(ص)د ځنو یارانو په لنډه یادونه او د کونینو د سردار (ص) او راشدینو خلفاو یا د ګران هیواد بدو حالاتو او خپل وس ته په کتو کې په یو څه اوږدو یا تفصیل سره انسانیت ته  د (نون والقلم وما یسطرون)د لوړ ارزښته ډالۍ د راوړونکي محمد(ص)پاکې روح ته په درناوي کې چې دا یې له(۶۶۶۶)څخهیواځې یوه ده او د فرانسوي ولسمشر (عمانویل ماکرون) د حکومتي اسلام دښمنۍ په غبرګون کې چې د جنګ اعلان باید ونومول سي په ليکلې بڼه وړاندې کوم.

کیدای سي او خدای دې وکړي چې که مو د لوستلو په مهال په او ډلو پاڼو کې څه خوږوالی محسوس کړ، نو هغه به بیا خامخا د هغو باوري سرچینو لکه:
البدایه والنهایه ،حیاة الصحابة، سیرت سرورعالم، سیرت النبي محمدشاه ارشاد،او محمد در شیر خوارګي کمال وي ځکه چې مایواځې اوډنه کړې دهاو که مو په لوریدنو کې نور ځای هم پاته ؤ، نو بیا مو دعا ته هم اړ یم.

پټه دې پاته نه وي چې د (نبوت انساني اړتیا ده) له پای ته رسیدو وروسته غواړم په ډیرو لنډوکې محمد(ص)د نورو له لید لوري هم درته ویړ کړم.
دغه ده نور ستا او ستا د (نبوت انساني اړتیاده) ترمنځ نه ځنډ کیږم.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx