نړۍ

ایران: سعودي دې د کرکې له خپرولو ډډه وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): ایران د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز پر هغو څرګندونو توند غبرګون ښودلی، چې له نړيوالې ټولنې يې د ایران پر ضد د سخت ګام اخيستو غوښتنه کړې وه.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د سعودي پاچا دې د بې بنسټه تورونو له پورې کولو او کرکې له خپرولو ډډه وکړي.

ایران دا عکس العمل وروسته تر هغه ښودلی، چې څو ورځې وړاندې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز له نړيوالې ټولنې غوښتي و، چې د يورانيمو غني کولو او باليسټيکي میزايلو د جوړلو له امله دې د ایران پر ضد سخت ګامونه واخيستل شي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطیب زاده په انلاين خبري کنفرانس کې ويلي، د سعودي پاچا دا ډول څرګندونې عادي نه دي، خو «موږ باوري يو، چې د تهران پيغام به ټولو ته څرګند وي.»

خطيب زاده زیاته کړې، سعودي بايد پوه شي، چې ثبات او امنيت د يمن د خلکو په وژلو او بې ځايه پروپاګندونو له لارې نه ترلاسه کيږي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، که سعودي سمې لارې ته را ونه ګرځي، نو په سيمه کې د منزوي شوي، سعودي د ښه کېدو هېڅ چانس نشته.

سعودي د ایراني چارواکو وروستيو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx