ورزش

د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ سيالۍ؛ د بيګ باش ليګ لپاره سرخوږی

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ د اعلان له مخې د افغانستان او ايرلينډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د راتلونکې کال په جنوري مياشت کې د درې يو ورځنيو سياليو سيريز ترسره کيږي چې د کرکټ نړيوالې شورا له سوپر ليګ څخه به وشمېرل شي.

ددغه اعلان سره د استراليا بيګ باش لیګ لپاره سرخوږی جوړ شوی چې درې بهرني لوبغاړي به يې د سياليو پرمهال نړيوالو لوبو لپاره ملي لوبډلې سره يوځای کيږي.

محمد نبي، راشد خان او مجيب الرحمن چې د ملي لوبډلې لپاره د ملا تير حيثيت لري، په بيګ باش ليګ کې د ميلبورن رينيګيډز، اډليډ سټرايکرز او بريسبين هيټ لخوا لوبيږي چې ډير ژر به دغه هېواد ته سفر وکړي. دغه راز ټاکل شوې ظاهر خان هم د ميلبورن سټارز لوبډلې تړون لاسليک کړی چې روانه اونۍ به يې اعلان وکړي.

د افغانستان ملي لوبډلې نږدې له شاوخوا يو کال راهيسې هيڅ ډول نړيوالې سيالۍ نه دي ترسره کړي، چې بالاخره له ۲۰۱۸م کال څخه پاتې لوبو لپاره د ۲۰۲۱م کال د جنوري مياشت وټاکل شوه.

استراليا کې د سياليو لپاره پر هر بهرني لوبغاړي لومړی ۱۴ ورځې ګوښه/قرنطين کېدل اړين دي. په دې لړ کې به ستونزمنه وي افغان لوبغاړي له نړيوالو سياليو ترسره کولو وروسته بيرته د بيګ باش ليګ ته ستانه شي. خو ويل کيږي ممکن دوی د ياد ليګ په دوهم پړاو کې چې له ۲۹ جنوري نه تر فبروري ۴م پورې دي ګډون وکړي.

دا به د ملي لوبډلې لوبغاړو لپاره هم يو ستر ازميښت وي چې د تجارتي سياليو پرځای خپلو ملي لوبو ته ترجيح ورکوي که نه، خو ممکنه ده دوی له نړيوالو سياليو څخه د بهر کېدو غوښتنه وکړي. لکه څرنګه چې په سوپر ليګ کې د وړاندې تلو لپاره بريا او پواينټونه مهم دي، د ايرلينډ پر وړاندې سيريز کې د يادو لوبغاړو ګډون هم مهم وي.

د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ د درې يو ورځنيو سياليو سيريز به د ۲۰۲۱م کال جنوري مياشتې په ۱۸مه، ۲۱مه، او ۲۳ نېټه ترسره شي‌، يادې سياليو کوربه توب افغان لوبډلې سره دی چې ابوظهبي يې لومړی انتخاب دی، خو په د لوبغالي په اړه به حتمي پريکړه وروسته کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x