افغانستان

امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر کمولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» وایي، د راتلونکي نوي کال په لومړۍ میاشت کې زرګونه امریکايي عسکر له افغانستانه وباسي او هلته د مېشتو ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټوي.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست «کریسټوفر سي میلر» نن په پنټاګان کې يوې خبري ناستې ته وویل، چې د راتلونکي میلادي کال د لومړۍ میاشتې «جنوري» تر پنځلسمې نېټې پورې زرګونه امریکایي عسکر له افغانستانه راوباسي او هلته د مېشتو عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټوي.

د میلر په خبره، د ځواکونو په شمېر کې کموالی د امریکا په پالیسو او ستراتيژیکو اهدافو کې تغیر نه راولي او له هغو کړنلارو سره سمون خوري چې د امریکا ملت ورسره همغږی دی.

میلر که څه هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو سوال بې ځوابه پرېښود؛ خو  دده تر اعلان وروسته د سپيني ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار «رابرټ اوبراین» په یوه خبري ناسته کې وویل، چې دمګړۍ به په عراق او افغانستان کې پاتې ځواکونه د امریکایي سفارتونو او ادارو ساتنه کوی او ولسمشر ټرمپ هیله لري، چې د راتلونکي کال د می میاشتې تر پیلېدو پورې ټول بیرته کورونو ته را ستانه شي.

د امریکا له لوري په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر کمولو اعلان داسې مهال دی، چې د طالبانو او یاد هیواد تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې  له افغانستانه ووځي.

د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې د نوي کال تر پیلېدو له افغانستانه د ټولو امریکایي عسکرو د را ایستلو اعلان کړی و او خپلې همدې موخې ته د رسېدو لپاره یې په پنټاګان کې د افغانستان د جګړې د دوام پلوي جنرالان له دندو ګوښه کړي و.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx