افغانستان

پنټاګون: تر راتلونکي جنورۍ به يوازې ۲۵۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا د دفاع وزارت «پنټاګون» سرپرست کرسټوفر ميلر په رسمي ډول اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر پنځلسمې نېټې به يوازې ۲۵۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي.

د دفاع وزارت سرپرست ويلي، دا پرېکړه د سپينې ماڼۍ او پنټاګون د ټاکل شوې سټراټيژي له مخې شوې ده.

د دفاع وزارت نوی چارسبمالی کرسټوفر ميلر

تېره ورځ د امريکا «سي ان ان» تلويزون او اسوشيټېد خبري اژانس ويلي و، چې ولسمشر ټرمپ داسې يو فرمان تيار کړی، چې له مخې به يې د راتلونکې جنورۍ تر ۱۵مې نېټې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر له پنځو زرو دوه نيمو زرو ته راښکته کړي.

تېره ورځ د امريکايي رسنيو د رپوټونو پر بنسټ د کابل حکومت د امريکايي عسکرو ويستلو ته خپل غبرګون ښودلی و.

د ارګ وياند صديق صديقي ويلي و، امريکا او ناټو سره د دوی تړون اوږدمهالی او په دوه اړخيزو اړيکو څرخي او هيله يې څرګنده کړې وه، چې امريکا او ناټو به پرې نږدي، چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په ځالې بدل شي.

د ارګ وياند صديق صديقي

د پنټاګون سرپرست امريکايي پوځيانو ته په خپل لومړي پيغام کې ويلي و، چې نور د روانو جګړو د پای ته رسولو او پوځيانو خپلو کورنو ته د ستنولو وخت را رسېدلی دی.

کرسټوفر ميلر ټينګار کړی، چې «نور بايد خپل عسکر کورونو ته ستانه کړو او جګړې پای ته ورسوو.»

د پنټاګون مشر سلاکار ډيګلس مکریګر هم ويلي، چې افغان حکومت د بهرنيانو له شتون پرته دوام نشي کولی، هر وخت چې بهرنيان ووځي، دا حکومت سقوط کوي، نو ښه به دا وي، چې امريکا خپل عسکر همدا اوس وباسي.

د پنټاګون سلاکار ډګلس مکريګر

د بهرنيو پوځيانو ويستلو په کابل حکومت کې وارخطايي رامنځته کړې او چارواکي په دې اړه ضد او نقیض څرګندونې کوي.

د ارګ وياند له امريکا او ناټو غوښتي، چې د بهرنيانو له وتلو وروسته به افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په ځاله بدل شي، خو د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، تر اوسه يې داسې کومه نښه نه ده ليدلې، چې بهرنيان دې له افغانستانه روان وي او ډاډ يې څرګند کړی، چې ناټو ځواکونه لا هم له دوی سره هوايي مرستې کوي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون له مخې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال تر می مياشت پورې بايد ټول امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي او تر اوسه د دې تړون له مخې يوازې پنځه زره عسکر پاتې دي، چې تر راتلونکۍ جنورۍ به يې شمېر دوه نيم زرو ته راښکته شي.

د چارو څارونکي وايي، امريکا له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي، خو د جګړو په ليکو کې د وارخطايي رامنځته کېدو له وېرې د ټولو عسکرو د وېستلو اعلان نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx