نړۍ

د اسرائيلو لومړی وزير متحده عربي اماراتو ته رسمي سفر کوي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو راتلونکې مياشت متحده عربي اماراتو ته رسمي سفر کوي.

د اسرائيلو «يديعوت احرونوت» ورځپاڼې ليکلي، چې بنيامين نتنياهو د متحده عربي اماراتو د وليعهد محمد بن زايد په رسمي بلنه ابو ظبۍ ته ځي.

نږدې دوه مياشتې وړاندې د اماراتو او اسرائيلو ترمنځ د اړيکو د رغولو له تړون وروسته ابو ظبۍ ته د نتنياهو لومړی رسمي سفر دی.

يديعوت احرونوت ورځپاڼې ليکلي، ټاکل شوې، چې نتنياهو به د لومړي ځل لپاره د صدر اعظم لپاره ځانګړې شوې «د صهيون وزر» الوتکه کې اماراتو ته سفر وکړي، چې قيمت يې ۲۲۳ ميلونه ډالر دی.

د اسرائيلو «واللا» عبري ويب پاڼې تېره مياشت ليکلي و، چې نتنياهو خپل وزيران اماراتو ته له سفر کولو منعه کړي او ويلي يې و، چې لومړی به دی ابوظبۍ ته سفر کوي.

يادې ويب پاڼې د درې لوپوړو مسؤولينو له قوله ليکلي: «يو شمېر وزيرانو د لومړي وزير له دفتر سره اړيکې نيولي او د دفتر مسؤولينو ته يې د اماراتو د سفر پر اهميت ټينګار کړی، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو او دوه اړخيزې همکارۍ کې پرمختګ راشي.»

د «اللا» ویب پاڼې د معلوماتو له مخې نتنياهو خپلو وزيرانو ته ويلي، چې لومړی بايد دی ابوظبۍ ته سفر وکړي او تر هغه وروسته به يې وزيران ورشي.

د تېر اکتوبر په ۱۲مه نېټه د اماراتو وليعهد محمد بن سلمان له نتنياهو سره د ټيليفوني خبرو پر مهال هغه ته د اماراتو د سفر رسمي بلنه ورکړې وه.

د اسرائيلو ولسمشر رووفين ريفلين هم محمد بن زايد ته تل ابیب ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

د اماراتو رسمي خبري اژانس وايي: «محمد بن زايد د اسرائيلي ولسمشر له لوري د دوه اړخيزو اړيکو د غښتلي کولو ليک ترلاسه کړی او هغه ته يې د تل ابیب د سفر بلنه هم ورکړې ده.»

د بحرين حکومت هم ويلي، چې د بهرنيو چارو وزير عبداللطيف الزياني به په لنډو ورځو کې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسرائيلو ته سفر وکړي.

متحده عربي اماراتو او بحرين د تېر سپټمبر په ۱۵مه نېټه د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو سره د دوه اړخيزو اړيکو رغولو تړون لاسليک کړی، چې د فلسطين سربېره په ټوله اسلامي نړۍ کې يې پراخ غبرګونونه راپارولي او دغه تړون له فلسطينيانو سره ظلم او خيانت بلل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx