
فاریاب کې د جنرال دوستم یو مهم جنګي قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت قرمقول ولسوالۍ امنیه قومندان او په شمال کې د جنرال دوستم یو مهم جنګي قومندان صفر رئیس بیدار تیره شپه له طالبانو سره په یوې نښته کې خپل ژوند بایللی دی.
ځايي سرچینې وايي، طالبانو تیره شپه د قرمقول ولسوالۍ په اوچ برج او آق ګذر سیمو کې د دولتي عسکرو په پوستو بریدونه پيل کړل او کرۍ شپه هلته نښتې روانې وې.
که څه هم د اندخوی ولسوالۍ له بالاحصار څخه په قرمقول کې د طالبانو سنګرونه تر توپچي بریدونو لاندې نیول شوي وو؛ خو ځايي سرچینو نن سهار خبر ورکړ چې د تیرې شپې د نښتې پایله کې د قرمقول ولسوالۍ امنیه قومندان صفر رئیس بیدار له خپلو ۴ ساتونکو سره وژل شوی دی.
قومندان صفر رئیس بیدار چې په قوم ترکمن ؤ، په شمال کې د جنرال دوستم په مشرۍ د ګلم جم ملیشو له مهمو او جنګي قومندانانو څخه ګڼل کېده له وژل کېدو وروسته یې سمدستي جنرال دوستم قرمقول ته ځان رسولی ترڅو د یادې ولسوالۍ د سقوط مخه ډب کړي.
فاریاب میشتي خبریال قطب الدین کوهي په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي چې په قرمقول ولسوالۍ کې د مولوي محمدعالم په مشرۍ لسګونه طالبان له دولتي عسکرو سره په جګړه بوخت دي.