نظــر

سعودي عربستان ولې اخوان المسلمین ترهګر وبلل؟

مدثر همراز

د کفر او اسلام تر منځ فکري، تبلیغاتي او استخبارتي جګړه یو طرفه روانه ده! په دې معنا چې کفار د همدې مرموزې جګړې لپاره له پیړیو پیړیو لاس په کار دي او تل یې له دې لارط مسلمانان محکوم کړي.

خو بالمقابل مسلمانان په داسې نشه بې هوښه دي، چې د خپل مرګ وسایل د خپل سر دښمن ته په خپله په لاس ورکوي او له دې حالته د بیداریدو هیڅ اراده نه لري!

تازه د سعودي د سترو علماو ډلې پر اخوان المسلمین د ترهګرو ټاپه لګولې. دا عجیبه او د حیرانتیا وړ خبره نه ده، ځکه دا لومړی ځل نه دی، چې یو مسلمان دې بل مسلمان ته ترهګر ووایي یا دې یو مسلمان بل مسلمان ووژني.

له ننه نېږدې یوه پیړۍ مخکې اخوان المسلمین د پیل تاریخ ته که مراجعه وکړو، نو دا به ثابته شي، چې د اخوان المسلمین بنسټګر حسن البناء “رح” د اروپایي شیطانانو، د برتانیې او فرانسې جاسوسانو چې د سویز کانال په نوم تجارتي قرارګاه یې د سویز د سیند پر غاړه ددې لپاره جوړه کړې وه، چې د ټولې اسلامي نړۍ د لاس ته راوړلو طرحې په کې چمتو کړي؛ نوموړی یې په مکر او شیطانت د وخت د حاکم له لارې په شهادت ورساوه.

ګناه یې دا وه، چې اسلامي نظام یې غوښت او پر خپله خاوره یې خپل اختیار او د الله سبحانه و تعالی قانون پلي کول غوښتل. سید قطب “رح” هم په همدې خاطر د مصر د حاکم له لوري حبس او بیا شیهد کړای شو، ځکه نوموړي په خپل لیکلي تفسیر کې د اسلامي نظام خبره روښانه کړې وه.
اسلامي حرکتونه بې شمیره دي؛ په ټوله نړۍ کې ازاد دي، هیڅ مشکل نه لري، خو د کفر حساسیت یوازې او یوازې له اسلامي نظام سره دی او د اسلامي نظام مقابله په تبلیغاتي، فکري او استخباراتي میدان کې پر مخ وړي.

کفر د ټولو مسلمانو واکمنو اذهان او مفکورې په غربي زهرو لړلي. مونږ اسلامي نړۍ لرو، خو په ټوله نړۍ کې اسلامي نظام نه لرو او نه دا اراده لرو، چې اسلامي نظام دې حاکم کړو. همدا د کفر د فکري او تبلیغاتي جګړې لاس ته راوړنه ده. کفر دومره کار کړی، چې که یو څوک د اسلامي نظام لپاره حرکت وکړي هغه بیا په خپلو مسلمانانو له منځه وړي او کفار یې ننداره کوي.

د اخوان المسلمین په خلاف د سعودي د علماوو اعلان دوه انګېزې له ځان سره لرلی شي:
لومړی دا چې کوم حرکت د اسلامي نظام په بنیاد جوړ شوی وي هغه که هر څومره وځپل شي یا تنزل وکړي بیا هم باید محوه شي، له منځه ولاړ شي او د شک په سترګه ورته وکتل شي. اوسنی اخوان المسلمین د ډېرو خنډونو او ټکرو له امله د خپل اصل سره ډېر زیات توپیر لري او یا هم د تنزلاتو له امله هغسې په خپل منهج ولاړ نه دی پاتې لکه څنګه چې په ابتدا کې و، خو بیا هم کفر نه غواړي، چې دغسط بنیادي تحریک ته د ساه ویستلو موقع ورکړي.

بل لامل یې دا کیدلی شي، چې د نړۍ مسلمانان وازمایي، چې څومره په خپلو کې متحد دي او دا چې څومره زمونږ فعالیتونو نتیجه ورکړې.
د سعودي د علماوو دغه اعلان اسرایلو تاید کړ او دا په ښکاره ددې دلیل دی، چې د سعودي علما د اسرایلو په خوله خبرې کوي.

د اسرایلو غربي او اروپایي شاګردانو د سعودي حکمرانانو ته تل دا دلیل په لاس ورکړی، چې ګوندې اخوان المسلمین په عربي نړۍ د حاکمیت خوبونه ویني.

سعودي او عربي نړۍ په ۲۰۱۷ او ۲۱۴ کې هم دې ته ورته څرګندونې کړي. کفر دغسې خبرې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اسلامي ادرسونو له لارې کوي، خو د افسوس خبره دا ده، چې د واقعي مسلمانانو پر خلاف تل تش په نوم مسلمانان هڅول شوي او استعمال شوي.

د افسوس خبره دا ده، چې په ټوله نړۍ کې داسې مسلمان حاکم نشته، چې د سعودي له حکومته دا پوښتنه وکړي، چې تا د حرمینو امنیت په چا ساتلی او د چا پالسي دې په مخ روانه کړې ده؟

بله د افسوس خبره دا ده، چې په ټوله نړۍ کې د علماوو داسې ټولي نشته، چې د سعودي د سترو علماوو له درباري ډلې د اخوان المسلمین د ترهګرۍ تعریف وغواړی کړي.

افسوس د وخت د مسلمانانو په حال!.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

دی ته بایدمفسدین وویل سی نه عالمان عالم له الله بیریږی مرګ قبلوی خودالله ناراضیت نه قبلوی دنوح ع قوم زر کاله عمردرلودهم تیرسودآخرت ابدی ژوند چه عالم وی پردی څوورځوموقتی ژوند ورکوی ؟ تاسوونه لیدل چه اشرفغنی ۲۵۰۰سپین لنګوټیان اوږیرورنه ووراټول کړی چه فتوایی ورکوله چه په افغانستان کی جهادنه دۍ روا آیادوی قرآنکریم ویلۍ وواویاپدی پوهیدو چه جهادڅشی دۍ آیادغه چه دوی دسعودی عالمان ورته وایی پرمسلمانوعربوداسرائیلو ظلمونه نه وینی دغه عالمان ندی مفسدین دی دڅوورځودهوس دپاره هرڅه وایی .په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx