شعـــــرونه

د زغملو هنر نشته زورواکي ده/ ضعيف

مولوي عبدالسلام ضعیف

د  زغـــملو  هـــنر  نــــسته  زورواکـــي  ده
دلـته واړه د شپيلۍ پــه خــوله ســيالي ده

نـــزاع  ښکـــاري  د  لفظــي  حـــالته  وزي
حقيقت  اوس  يــوه  لوبـــه  دربـــاري  ده

قساوت د زړونو ډيـر تــر ناسوز سخت دی
ځــای  نيونکي  لا جـوابه  بــې  رحمي  ده

د انــسان د کـــرامت ســـوال بـيهوده ســو
پـــــه  قتلونــــو  کــــې  روا  لاابالــــي  ده

زورور  پــه  ونــه  خــرخيژه  وي  ويــاړي
دا رشتيا ده چـې پـړه ټـول پـر نـاوسي ده

ټول تخريب د يوه پلان په اساس درومي
داســي نــه ده چــې د خلکو نــاپوهـي ده

څـو د وينـي ژوی د خلکـو وينــي زبيښـي
يــو لــه بل ســره په ظلم کــې سـيالي ده

د ظــالم څخــه  د  عــدل  غـــوښتو تــمه
داسـي ښکـاري چـې غــايته مـايوسـي ده

سولـه ولاړه د عــنقا ســره يـوځـای سـوه
د  يــو  څــو  بــدو غـــريزو  قـــربانـي ده

ضعيف ګرم دی چـې ونور وته ګرم وايـې
ځکه  دا  وبــا  راوړي  ځــان  ځــانـي  ده

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x