شعـــــرونه

بې وفا دنيا/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

ډیــره بي قــدره بي حــیا ده دنیـا
قــدریې مـه کــړه بي وفــاده دنیـا

یـواځـې ستـانه ده غــافل انســانه
دا مِــکــرجنــه د هــرچــا ده دنیــا

کِـبر غـرور وربانـدي مه کــوه ډیــر
دا بادشــاه نـه ده داګــدا ده دنیـــا

مؤمِــنه وروره ځــان ترې لرې ساته
دغـــه بــدرنګــه بـي بقــأ ده دنیـــا

انســانه زړه وربانــدي مـه تـړه ډیــر
لــه تــانـه پاتـې  د بل چـــاده دنیــا

د وفـاټکــې پـه کــي نــه ویـــنـمــه
ټـــولــه جـفـا ټــولـه جفــا ده دنـیـا

میــنه یـې مـه کــوه( تپـانـدزُهــاده)
د شـــهــؤّتـونـو لـــو بــلا ده دنیــــا

تپاند زُهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x