لیکنېنظــر

بې خاونده وطنه؛ جنګ دې درېیمګړی لري خو سوله نه!

استاد محمد زمان مزمل

نن مو په ډېر تأسف ولیدل او وارېدل چې کابل پوهنتون په دننه کې د فاتحانه عملیاتو په چنټه کې وروستی ګذار پر کتاب او قلم مصروف او په صنف او استاد ته ناستو محصلینو باندې وه.
د کردار والا لېږل شوي افغانانو په سر کې خو به حتما ماغزه وه خو زه قسم خورم چې دا ماغزه پکې پردي او اٌلټه وه.

د تاریخ په اوږدو کې او بیا د عزیز اسلام په تاریخ کې جوماتونه مدرسې د غم او ښادۍ محفلونه او د هر دین او مذهب ستانه او معبدونه له ګذاره معاف دي.

دا چې د سولې او مذاکراتو په دوران کې ولایت په ولایت جنګ ده او وروستی یې د کابل پوهنتون د ننني اسکیرلي مازدیګر حادثه شوه دا نو که د دواړو طرفو په چوپ خولو روایت او راپور جوړ کړو نو خلاصه به یې دا شي چې دا او دا تېر عملیات چې کله پکې طالب متهم وي او کله حکومت، دا ټول ددوی په انکار کې څوک کوي؟
موږ بې وسي او له شیطاني مراجعو نه ګوښي افغانان خو کله د یو خبرنګار خولې ته او کله د بل سیاستمدار پوز ته غوږ او کوپړۍ ووړو راوړو چې د خبرې حقیقت زده کړو، ولې جنګي طرفونه پکې ددغسې عملیاتو چې د سولې په دوران کې د بل هر وخت په نسبت زیات شوي هغوی د جګړو دغه درېیمګړی طرف ښه پېژني.

استخباراتو د جنګ تهذیب او د اواره مظلوم ملت ورخطایې موږ د سیاسي او نظامي روان جریان له متن نه لا وخته اوټ کړي یو.

دلته ده چې دا بې خاونده ملت د جنګ په دوران کې د جنګ له شبخون او د جګړمارو له انتقامي ګذارونو نه بلا جهنمونه ولیدل ولې نن چې د سولې په دوران کې دا ملت د جنګ د دوران په پرتله زیات کړیږي، زیات اواره کېږي او زیات بې حیثیته کېږي او دواړه طرفه په ځینو مواردو کې مسؤلیت هم نه اخلي دا نو د افغانستان په تاریخ کې د بې خاونده هېواد هغه تر ټولو ټیټ پړاو دی.
موږ دا څلور کاله پکې فریاد کوو چې سوله بې درېیمګړي یا ناممکنه ده یا په ځنډ راځي ،یا خو سمه نه راځي او یا خو دوام نه کوي، ولې سولې پکې درېیمګړی پیدا نکړ.

د پوهنتون روان عملیات که د طالب په ضد توطیه نه وي او که په رښتیا طالب پکې دخیل نه وي نو دا د جګړې د هغه درېیمګړي کردار ده چې دا څلویښت کاله د ازادۍ او عدالت فلمي لوبغاړي لکه د سطرنج اسکي د بل په لاس لاندې باندې کېږي.

سل کاله بعد هم چې د کابل پوهنتون یو استاد یو محصل د نننۍ پېښې په اړه پخپل صنف کې هره تبصره وکړي قیمت یې همدا یو ده چې هېواد کې روان جنګ د نورو په لاس کې ده او راتلونکي ماښامونه یې تر دې هم خطرناک وګڼئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلیم

دا بریدونه، نه حکومت کوي، نه یې امریکه کوي، نه یې داعش کوي او نه یې طالب کوي، بلکي د دې بریدونو مسئولیت د استاذ محمدزمان مزل په شان د دا مذب مذبه خلکو پر غاړه دی. چې نه یې د کفر لوری مالومیږي او نه یې د اسلام. له دومره علم سره سره چې ځانونه دیني، سیاسي او هر اړخیز فلاسفه، د وطن او بشریت دوستان را معرفي کوي، بیا هم په دا شل کاله جګړه کې ده ته د حق او باطل توپیر څرګند نه شو. د واشنګټن له ډالرو څخه ښه منافع ترلاسه کول حلاله روزي ګڼي،… نور لوستل »

تراب

سترگی خلاصی کړه او انځورونه او کليپونه وګوره ضروري نده چي پوليس ډګري ولرې، عام کوچي هم پو هيدايسي چي داسي وخت کي څوک چت ته ډزي نه کوي بيا که يي وه هم کي نو په ټوپک خو لا څه چي په لاسي بم هم دا پوخ کانګرټي چت کي سوړه نه جوړيږي بيا يوه نه دوي؟ ددي چت د سورييو تحقيق بس دي چي اجلف غبي او انډيوالانو يي وه پيژني.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx