نظــر

ولې لاهم حکمت یار د تخریب اصلي ادرس دی؟!

شفيع اعظم اورياخېل

د محسن داوړ او ځینو نورو لخوا حکمت یار خلاف سپکې سپورې کومه نوې خبر نده.
لږ ماضي ته سر ورښکاره کړئ، د داوړ او نورو داوړ خېلو کورنۍ او فکري استادان یې وګورئ دوی ټول دلته د خاد جهنمي ادارې مشر داکتر نجیب او بیا د ببرک کارمل فکري ملګري پاتې شوي.

دا خلک ځانونه د پښتنو خواخوږي، سر پرېکړي یاران معرفي کوي خو تاریخ ښیي چې دوی تل د پښتنو د سر سخت دوښمن ملګري پاتې شوي.
کله چې روسانو په افغانستان یرغل راوړ نو د تیغ اصلي ادرس یې په ټول افغانستان کې د پښتون سینه څیرل او نسل وژنه وه. دوی د روسانو مخالف پرځای د روسانو ملګري پاتې شول.

د هغو پښتنو مجاهدینو چې د ټول افغانستان اکثریت یې څنګ کې وو ودریدلو پر ځای د روسانو او کمونستانو شا ونیوله. په کمونستانو کې هم بیا د نور محمد تره کي او حفیظ الله امین په مشرۍ د خلق ګوند چې د پښتنو پکې اکثریت وو څنګ نیولو پر ځای دوی د ببرک کارمل او د هغه مرید داکتر نجیب په مشرۍ د پښتون ضد پرچم ګوند یاران شول. بیا همدې نشنلیانو په ډیره نامردۍ سره له روسانو او د هغوی افغان کمونستانو پر مټ په ټول افغانستان کې د پښتنو نسل وژنې ته کار و وې.

اوس چې امریکا او ناټو په افغانستان یرغل راوړ او دا ټولې نړۍ ته معلومه وه چې امریکا د ټروریزم په نوم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې صرف د پښتنو نسل وژنه اصلي هدف وګرځاوه.

دې خلکو په همدې سخته ورځ کې د پښتنو ملاتړ پر ځای د امرالله صالح او دته ورته کسانو لمنې ته ځان وغورځاوه. موږ خیر پروا نکوي د دوی پلارانو دلته د پښتنو خلاف د روسانو لمن نیولې وه، مګر کله چې همدې پنجاب او امریکا په وزیرستان کې د ضرب غضب تر عنوان لاندې د زمکې او هوا له لارې د پښتنو قتل عام پېل کړ؛ ور شئ د همدې داوړ او نورو یارانو د هغه وخت ټویټونه وګورئ دوی په وزیرستان کې د ډرون حملو تر ټولو سر سخت ملاتړي پاتې شوي او همدې نشنلیانو چې ویډیو یی اوس هم شته د پښتنو په یاده سیمه کې د پوځي عملیاتو د شدت چیغې وهلې.

روسانو محال مهاجرت کې زموږ هغه پیغورونه ندی هیر چې همدې نشنلیانو به له روسانو را کډوال شوي افغان مهاجرینو ته په سوزنده کمپونو کې د لاسنیوي او مېلمه پالنې پر ځای پیغور ورکاوه چې ښځې مو پرې ایښي دلته راغلي یاست. د کارمل او روسانو په اشاره به یی د پښتنو مهاجرو کیمپ کی بمونه الوزول بیا به یې بیرته همدا پاتی مهاجر د بم الوزونې په تور زنداني کول.

دې خلکو لپاره له هماغه وخته په قامت دنګ د تورې ږیرې څښتن، په ونه لوړ ځوان انجنیر ګلبدین حکمتیار د سترګو اغزی وو. دوی ترې ځکه نفرت کاوه چې همدې ځوان په خامه ځوانۍ د سرې یږې خلاف په خپل ملکوتي غږ سره دا ویده ملت له خوبه را پاڅوه او د روسانو خلاف د خپلې خاورې په ننګ یې واحد صف ته را وبوله.

هو دوی له حکمتیاره ځکه نفرت لري چې حکمت یار یو قوي اسلامپال دی او دوی په پښتنو کې د پښتنو د فطرت خلاف سیکولریزم او بی دینۍ ترویج داعیان دي.

دا خلک د پښتو په نوم د پښتو له فطرته ځکه بې خبره دي چې، ټول پښتانه اسلام د پښتو یو نه بیلېدونکی اصل بولي. پښتنو له خدای او د هغه له رسول سره پدې دین داسې قسم کړی که ټول عرب او عجم یې ترک هم کړي؛ نو دوی به یې ساتنې او پالنې ته ژمن پاتېږي.

پښتنو کې دا د لمر په شان منل شوې حقیقت دی چې هر پښتون چې اسلام ته شا کړه، له خدایه منکر شو، د خدای حبیب لاره یې پرېښوده نو له شک پرته هغه نه پښتو ته ژمن پاتېدای شي نه پښتون ته، نه پلار ته نه ملګرو ته.

موږ اسلام د پښتونولۍ یو اصل بولو او کوم پښتون چې اسلام پرېښود هغه د پښتونوالې ماتونکی بې پښتو عهد شکن شخص بولو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد اکرم خان

وروہ ستا خبرى سل پہ سل کى رشتنى دى،
خو حکمتیار او د دہ پہ رنگ نور اسلام او پشتونپال
باید پہ لاہںور او راولپنڈئ نسى پسے،
لکہ سنگہ سى ایرانیانو( قم ) او فارسى د شیعت
اول خط جوڑ کڑئ دئ،
باید افغانان ہم پشتو او کابل داسى جوڑکى،
کنى موژ پہ وینو کى لمبیژو
مودیان پہ گلانو کى لوبیژى ۔

عبدالواحد

کم وخت چه روسانودببرک کارغل په مشرۍ یونیم لک فوج افغانستان ته داشغال دپاره راواستاوۍ ضیاءالحق شهید دپاکستان ټول بارډرونه دافغان مهاجرودپاره خلاص کړل اوکمپونه یی ورته جوړکړل دغودولی خان او پښتون خوادرواغجنوبه مهاجرډیرتنګول ویل به یی افغان بګوړون کونکالوښه سوچه راته معرفی می کړودا P T M هم کمونسټان خنزیران دی دوی هم سرسخته منافقین دی ددوی دپاره الله دجهنم لاندی نۍ حصه مقرره کړی ده اونه په دی دنیاکی کامیابیږی غفارخان اوصمدخان ۷۱کاله وغفل کمه نتجه یی ورکه دوی به الله ظلیله کی خوزموږږیروردقرآنه ناخبره ملایان نه دوی پیژنی اونه اسلام چه خلکوته یی معرفی کی ملایان هم… نور لوستل »

شالو

اعظم خانه، ستاسی لیکنه د داوړخیلو په باره که رشتیا ده، دوی داسلام او پشتون خلاف لګیا دی. خو حکمتیا ر صاب خپله ځان د خندا کړ. حکمتیار صاب په دا اخره که د سولی په نامه تاریخی غلط انتخاب وکړ چه اشرف غنی ته یی پنا وروړه. ستاسی به دا د بعضی نظار شورا مشران او همدارنګه سکولران په مصاحبو که ګوری، کله چه د حکمتیار اوړوند پوشتنه تری نه کیژی، دوی د تمسخر په ډول تبسم ډوله خندا کوی، یعنی حکمتیار اوس هغه خپل برم او رعب په مطلق ډول د لاسه ورکړی. حتی حکمت یار صاب ونشوای… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x