نړۍ

«د ایران جیش العدل ډلې مشر له پاکستاني پوليسو سره په نښته کې وژل شوی»

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۹ل): پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان ايالت په تربت ولسوالۍ کې د ایران جیش العدل ډلې مشر له پوليسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د تربت پوليسو منلې، چې د جیش العدل مشر عمر شاهوزي له دوو نورو کسانو سره وژل شوی دی.

د ایران سپاه پاسداران ته نږدې «فارس» خبري اژانس هم ليکلي، چې وژل شوي کسان عمر شاهوزي او د هغه دوه زامن حسن او حسين دي.

تر اوسه دا نه دي ويل شوي، چې په متقابلو ډزو کې پاکستاني پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې که نه.

تربت ولسوالۍ د بلوچستان ايالت مرکز کوټې ښار سويل لويديځ په اته سوه کيلومټرۍ کې د ایران پولې ته څېرمه پرته ده.

ایراني رسنۍ وايي، د محمد عمر شاهوزي په مشرۍ جیش العدل ډله د ایران پر امنيتي ځواکونو په ګڼو بریدونو کې لاس لری.

ایران وايي، دا ډله د سعودي استخباراتو په مرسته په ایران کې چاودنې او بریدونه کوي، خو د دې ډلې مسؤولينو ويلي، په ایران کې د عدالت او برابرۍ لپاره مبارزه کوي.

محمد عمر شاهوزي، وروسته تر هغه وژل شوی، چې تېره اونۍ د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف اسلام اباد ته تللی و.

جواد ظريف د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو خبرې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx