واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

نیویارک ټایمز: د کندهار وضع خرابېږي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۹ل): نیویارک ټایمز د کندهار د محلي امنیتي چارواکو په حواله لیکي که چیري پدې وروستیو هفتو کي د امریکا بمباري نه وای، د کندهار ښار به اوس په سخته محاصره کي وای.

په کندهار کي د افغان عسکرو ډګروال ذبیح الله غورځنګ اعتراف کوي«که چیري د امریکا هوايي حمایت نه وای، طالبان به اوس د کندهار په ښار کي ناست وای.»

نیویارک ټایمز د نومبر پر ۱۷ لیکي له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو په تړاو جمهورریس ټرمپ پخپل ګوند کي هم د ځینو مقتدرو سیاستوالو له مخالفتونو سره مخامخ سویدی. اخبار لیکي د عسکرو د راکمولو اعلان پداسي وخت کېږي چي د قطر خبري په ټپه ولاړي دي، او د هیواد په جنوب او شمال کي د طالبانو تهاجمي حملې زیاتي سويدي. د افغان چارواکو په قول د افغان عسکرو جنګي روحیې او مورال سقوط کړېدی. 

نیویارک ټایمز لیکي افغان چارواکي وايي چي د امریکايي عسکرو په بېړه وتل طالبانو ته دا وايي چي امریکایان خامخا وځي. ځیني مبصرین وايي چي د امریکايي عسکرو وتل به د مخالفانو لپاره یوه ستره تبلیغاتي او پروپاګندي بریا وي.

نیویارک ټایمز لیکي په افغانستان کي هیڅوک دا ګومان نه کوي چي د جو بایډن اداره به بیا افغانستان ته نور عسکر ور واستوي. متقاعد جنرال عتیق الله امرخیل وايي«افغان پوځ دونه غښتلی ندی چي د ترورستانو په مقابل کي یوازي مقاومت وکړي. نو لهذا، دا څرګنده خبره ده چي هغوی د خارجیانو ملاتړ ته اړتیا لري.» امرخیل زیاتوي «طالبان تر پخوا ډېر قوي دي. که چیري امریکا ووځي، او د افغانستان له اردو سره مرسته و نه کړي، هغوی به زیات مقاومت و نه کړای سي. طالبان به غالب سي. همدا خبره ما زیات ډاروي.»

نیویارک ټایمز لیکي د افغان امنیتي ځواکونه په کافي اندازه مهمات او اکمالات لري. خارجیان زیاتي پيسې ورکوي، او افغان امنیتي مامورین وايي هغوی دفاعي پلانونه لري. د افغانستان د دفاع سر پرست وزیر اسدالله خالد پارلمان ته وویل«موږ اندېښمن نه یو، موږ چمتو یو چي له افغانستانه په یوازي سر دفاع وکړو.» 

نیویارک ټایمز لیکي خو ځیني افغانان اندېښمن دي ځکه د سولي خبري کومي محسوسي نتیجې ته ندي رسېدلي، او امنیتي وضع ورځ په ورځ خرابېږي. 

نیویارک ټایمز لیکي د ناټو اتحاد هم څه تشویش لري. خو د امریکا د دفاع وزیر کرسټوفر میلر وايي«موږ یو ځای افغانستان ته تللي یو، او په مناسب وخت کي به یو ځای راووځو.» اخبار لیکي په افغانستان کي د ناټو عسکر پر امریکايي عسکرو باندي تکیه لري. 

اخبار لیکي په کندهار ښار کي ۳۳ کلن دوکاندار حیات الله وايي د سولي خبري بې معنی دی، ځکه هره ورځ په ښار کي امنیت خرابېږي. هغه وايي«په ښار کي حالات بد دي. خلګ په تشویش کي دي. په څو ولسوالیو کي جنګ جاري دی. زموږ باور دا دی چي د امریکایانو په تګ سره به جنګونه لا زیات سي.» 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

په پورتنۍ ليکنه کي لولو چي : ((په کندهار کي د افغان عسکرو ډګروال ذبیح الله غورځنګ اعتراف کوي«که چیري د امریکا هوايي حمایت نه وای، طالبان به اوس د کندهار په ښار کي ناست وای.»)). عجيبه ده طالب مشرانو د امريکايانو سره په توافقنامه کي د هغو اشغالګرو عسکرو ته په دغسي حالاتو کي د هوايي بمبارد اجازه ورکړې ده، خو د دوی اتل ، زمرو غوندي سرتېري پر امريکايانو باندي د بريد اجازه نه لري، ماته خو دا يوه لا ينحله معما ښکاري. خو په دې ښه پوهېږم چي دا د امريکايي ځناورو هوايي بريدونه ول چي په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx