افغانستان

نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام په بدل کې حکومت او طالبانو ته دوولس شرطونه وړاندې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې تمه ده په نږدې ورځو کې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلنو د مرستې په اړه د «جینوا کنفرانس» دایر شي؛ نړیوالې ټولنې د مرستو د اعلانېدو په بدل کې طالبانو او حکومت ته دوولس شرطونه وړاندې کړي.

د یادو شرطونو له ډلې نهه شرطونه یې داسې دي چې د عملي کېدو په بدل کې يې د نړیوالې ټولنې مرستې دوام پيدا کولای شي او درې نور بیا د مرستو د دوام په برخه کې د نړیوالو په ژمنتیا پورې اړه لري.

۱-ډیموکراسي، د قانون حاکمیت، بشري حقوقو او جنسیتي برابري ته ژمنتیا چې د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي؛ او تر څنګ یې نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې کېدل.

۲-د ښځو او نارینه وو او نجونو او هلکانو تر منځ د ژوند په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او نورو ټولو امورو کې بشپړه برابري.

۳- د حکومتولۍ د اصولو مؤثر تطبیق ته ژمنتیا چې په اساسي قانون کې يې یادونه شوې. د خپلواکو او عادله ټاکنو  دایرول، په دولتي بنسټونو کې د فساد عواملو ته لاسرسی، د نړیوالې ټولنې نماینده ګانو ته ډاډ ورکول، په تصمیمونو کې یې شریکول او له حکومت څخه د پوښتنې حق ورکول.

۴- د سولې یوې پراخ بنسټه پروسې ته ژمنتیا چې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ کې وي.

۵-د بنسټیزې انساني او اقتصادي ودې لپاره د ډاډ او امن فضا برابرول.

۶-حکومت جوړونه او د ملت جوړونې د وسیلو په توګه د بازارنو جوړول او ريښتینی نظارت ترې کول.

۷-د ښې حکومتولۍ او ولسونو ته د لوړ کیفیت لرونکو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې نړیوالو ته ډاډ ورکول.

۸-د فساد په وړاندې د پام وړ مبارزه.

۹-د ستر اقتصاد په برخه کې سمې پالیسۍ او عمومي مالي مدیریت ته د حکومت ژمنتیا، د اړینو اصلاحاتو په برخه کې د نړیوالو ملاتړ تر لاسه کول او د ښې حکومتولۍ لپاره هڅې کول.

د پورته نهه شرطونو تر څنګ  درې نور شرطونه هم شته، چې نړیوالې ټولنې پکې له حکومت سره د د دوامدارو مرستو د جلب لپاره د هڅو کولو، حساب ورکولو او شفافیت ژمنه کړې.

د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت یاد شرطونه منلي او له نړیوالې ټولنې یې مننه کړې، چې له افغانستان سره مرستو ته ژمنتیا ښيي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې حکومت د کابینې په غونډه کې پورته یاد شوي شرطونه ارزولي او د افغانستان د سولې او پرمختیا لپاره یې ګټور بللي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

حکومت هرڅه چه ورته وایی وایی هومګرهیڅ یوانسانی عمل نه کوی اونه یی زده دۍ اوکفارهمدغسی حکومت غواړی چه ددوی اوامرعملی کړی.

طوطی

دا د قطر د دفتر بودیجه نده، چی کمکونه غواړی همداسی ورسره شرایط هم برابر کړی. دا کمکونه به ټول تاسو ته در ورسی که د موسیسسی انجنییرانو سره همکاری وکړی او شهیدان یی نکړی. داسی خو نشی کیدای چی هم جنګ کوی او هم غواړی چی د نړیوالو کمکونه تر لاسه کړی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx