افغانستان

جینوا کنفرانس: طالبان وایي، د ولس په نامه کېدونکې مرستې باید شخصي جیبونو ته ولاړې نشي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې تمه ده په نږدې ورځو کې د نړۍ د لسګونو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د امریکا په مشرۍ جینوا کنفرانس راوبولي او له افغانستان سره د کېدونکو مرستو په اړه پکې خپله څلور کلنه پالیسي اعلان کړی؛ د طالبانو سیاسي دفتر وایي، د ولس په نامه راټولې شوې مرستې باید شخصي جیبونو ته ولاړې نشي او له «اسلامي امارت» سره په همغږۍ په ولس باندې وویشل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په یوه تازه ویډيویي کليپ کې ویلي، چې افغان ولس له ګڼو ستونزو، فقر او بېوزلۍ سره مخ دی او بهرنیو مرستو ته زیاته اړتیا لري.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په تېرو دوو لسیزو کې د ولس په نامه راټولې شوې مرستې شخصي جیبونو ته تللې او لا هم دا کار روان دی؛ نو ځکه دا ځل باید نړیوالې مرستندویه ټولنې او هیوادونه له طالبانو سره په همغږۍ یادې مرستې په ولس وویشي؛ تر څو یې شخصي جیبونو ته د تګ مخه ونیول شي.

نعیم د طالبانو په استازیتوب ټولې هغه مرستې د قدر وړ بللې چې له افغان ولس سره شوې.

https://youtu.be/BYBFkBT0GOQ

یاده دې وي، چې دا ځل جینوا کنفرانس داسې مهال دایرېږي چې د افغانستان د سولې پروسه یوه حساس پړاو ته ننوتلي او له هیواده د بهرنیو پوځیانو د وتلو تر څنګ په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه هم خبرو ته ناست دي.

نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د مرستو د دوام په اړه حکومت او طالبانو ته دوولس شرطونه وړاندې کړي، چې د حکومت له لوري منل شوي؛ مګر طالبانو یې لا هم په اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

په یادو شرطونو کې ویل شوي، چې د افغانستان په تصمیمونو کې باید نړیوالو ته حق ورکړل شي، هغوی د ناظرینو په توګه ومنل شي او تر څنګ یې له فساد سره جدي او د پام وړ مبارزه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

وایی چی یو چا په کلی کی نه پریښود خو هغه به ویلی چی لکړه می د ملک کره کیږدی. دا څنګه امکان لری چی بین المللی مرستی د طالبانو سره په همغږی کی تر سره شی، طالبان چی یو ولایت په خپل کننترول کی نلری او ټول ګرد سره په حرکت کی دی دوی به دا مرستی د پیښور په بانک کی وساتی او یا که د کویټی په بانک کی؟ بهتره خو دا وه چی دا طالبان اوربند وکړی پدی شرط چی حد اقل دوه ولایتونه د دوی د اداری لاندی راشی او هلته بانکونه، دفاتر، پوهنتونونه او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx