افغانستان

ارګ: لا هم د امریکا او ناټو مرستو ته اړتیا لرو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د زرګونو امریکایي عسکرو د را ایستلو اعلان کړی او تمه کېږي، چې په راتلونکو میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو حضور صفر ته راټيټ شي؛ کابل حکومت وايي، د جګړې په ډګر کې لا هم د امریکا او ناټو مرستو ته اړتیا لري.

د اشرف غني ویاند «صدیق صدیقي» د پنټاګان له لوري د امریکایي ځواکونو د شمېر کمولو له اعلان وروسته ویلي، ددې لپاره چې «ترهګرې ډلې» بیا ځلې په افغانستان کې غښتلې نشي او هیواد د هغوی لپاره یو امن ځای ونه ګرځي؛ لا هم د جګړې په ډګر کې د ناټو او امریکایي ځواکونو مرستو ته اړتیا شته.

نوموړي زیاته کړې « په بشپړ ډول د ترهګرو ډلو د محوه کولو او دا چې افغانستان بیا ځلې د ترورستانو په ځاله بدل نشي؛ د مخنیوي لپاره یې لا هم د ناټو او امریکایي ځواکونو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.»

د صدیقي په خبره، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمیت په کمېدلو سره له دولتي ځواکونو د هغوی د ملاتړ کیفیت نه بدلېږي او د پخوا په څېر خپل نظامي ملاتړ ته دوام ورکوي.

د نوموړي له قوله، د امریکا او دولتي ځواکونو تر منځ همکاري د ګډو ګټو او ستراتیژیکو اهدافو په بنسټ ده او په هیواد کې د تلپاتې سولې د تامین تر مهاله به دوام کوي.

د ارګ له لوري پورته څرګندونې وروسته له هغه خپرېږي، چې د امریکا دفاع وزارت وایي د راتلونکي کال د لومړۍ میاشتې تر نیمایي پورې خپل زرګونه عسکر له افغانستانه وباسي او په دې هیواد کې د شته امریکایي عسکرو شمېر دوه زره پنځه سوه ته راټيټوي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار «رابرټ اوبراین» د پنټاګان د اعلان په تعقیب وویل چې په افغانستان کې پاتې امریکایي عسکر به هلته شته امریکایي سفارت او ادارې ساتي او ولسمشر ټرمپ تمه لري، چې د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې په بشپړ ډول ټول عسکر کور ته راستانه شي.

ورته مهال امریکایي نظامي چارواکي وایي، که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، حکومت به د طالبانو په وړاندې سقوط وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx