افغانستان

کندز: د عسکرو بريد کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د ملکي وګړو په کورونو د دولتي عسکرو د بريدونو او چاپو په دوام دا ځل بيا په کندز ولايت کې د عسکرو د توغنديو په بريد کې ۱۲ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي چې دولتي عسکرو د کندز ولايت په ګلتپه سيمه کې د ملکي خلکو په کورونو هاوان توغندي توغولي چې له امله يې د ملکي وګړو دوه کورونو نړيدلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي او شپږ نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا بريد غندلی او ويلي يې دي چې «د دښمن عسکر هره ورځ د هېوادو په کلیو او بانډو کې د ملکي خلکو په کورونه همدا ډول بې رحمانه بریدنه او بمبار کوي چې له امله يې ګڼ شمیر ملکي هېوادوالوته تلفات اوړي.

ذبيح الله مجاهد په نړيوالو بشري او حقوقي بنسټونو غږ کړی چې په دې ډول جناياتو دې خاموش نه پاتې کيږي او له د بشري حقوقو له نړيوالو بنسټونو يې غوښتي دي چې دغه ډول بريدونه دې وغندي او جنګي مجرمين دې د محاسبې ميز ته معرفي کړي.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې په بې سارې توګه د دولتي عسکرو له لوري د ملکي وګړو په کورونو او ميشت ځايونو د هاوان بريدونه او چاپې زياتي شوي دي چې له امله يې د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

ددې سربيره دولتي عسکر وخت ناوخت ځينې ملکي وګړي له خپلو کورونو او کارځايونو څخه وړي او له څو ورځو شکنجو وروسته يې وژني.

د روانې ميلادي مياشتې په اتمه نېټه هم د غزني ولايت شپږمې حوزې اړوند په يوه کور د دولتي عسکرو له لوري توپچي بريد شوی و چې له امله د يوې کورنۍ اووه تنه وژل شوي وو او اته نور ټپيان شوي وو.

د کندز ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x