افغانستان

کندهار کې ۷۰ دولتي عسکر طالبانو سره يو ځای شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): له دولتي ليکو د امنيتي ځواکونو د جلا کېدو او دندو پرېښودو په دوام نن يو ځل بیا په کندهار ولايت کې ۷۰ تنه دولتي عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د کندهار ولايت ژيړۍ ولسوالۍ په ګڼو سيمه کې ۷۰ تنه عسکر، پوليس او اربکيان له خپلو دندو لاس په سر شول او له طالبانو سره يو ځای شول.

تېره ورځ (نومبر ۱۷) هم د بلخ ولایت شولګرې، دولت آباد، چهاربولک او خاص بلخ ولسوالیو کې هم ۳۷ تنه دولتي عسکر، پوليس او اربکيان طالبانو سره يو ځای شوي وو.

د روان ميلادي کال د فرورۍ په ۲۸ مه نېټه په قطر کې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو تړون وروسته طالبانو ته د تسليمېدونکو عسکرو لړۍ تېزه شوې ده چې د همدې لړۍ په دوام تیره اونۍ هم په هلمند، کندهار، زابل او بلخ ولایتونو کې شاوخوا ۲۰۰ دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي وو.

څو ورځې وړاندې طالبانو په خپله رسمي ويب پاڼه «الاماره» باندې په خپاره کړي راپور کې راغلي چې په تېره ميلادي مياشتې کې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۴۶۳ تنه دولتي عسکر، پوليس، د ملي امنيت کارمندان او اربکيان طالبانو سره يو ځای شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mawladad

خره درواغ واياست

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx