دیني، سیرت او تاریخ

په اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونو کې د اقتصادي ستونزو حل لاره!«دريمه برخه»

مفتي فضل هادي سالک

کمونيزم( Communism)
کمون په عامه توګه هغې ډلې ته ويل کيږي چې د چارو د ادارې په خاطر يو له بل سره همکاري کوي او د لوړو مقاماتو د لاس وهنې څخه پرته کارونه سموي، په ځینو اروپايي هيوادونو کې يو کوچني اداري واحد ته هم کمون وايي.

خو کمونېزم له يو ټولنيز اقتصادي نظام څخه عبارت دی چې په ټولو شيانو کې د خلکو په مشارکت باور لري لکه خوراک څښاک، پوښاک، کور، ازدواج او ياپه بله اصطلاح د درې شيانو اشتراک پيسې، ښځه او ځمکه، د کمونستي نظام طرحه چې مارکس جوړه کړې ده مثال يې شفاخانې او يا عسکري پايګاه ته ورته ده چې هلته ورڅخه خلک مؤقته استفاده کوي. کمونيزم د داسې ټولنې په پښو درول غواړي چې هلته فردي مالکيت نه وي بلکې ټول يې وخوري ويې څښي، وايي اغوندي او دهشي او ډله ئيز ازدواج وکړي او په کار لاس پورې کړي.

په کمونستي نظام کې د توليد وسايل، ځمکې، کارخانې، تعميرونه، بانکونه، شرکتونه ټول هرڅه دولتي وي په دې نظام کې نه څوک ځمکه لري، نه کارخانه نه موټرې او نه بانکونه بلکې هرڅه د دولت په لاس کې وي دولت مکلفيت لري چې خلکوته دکارپه مقابل کې د خوراک، پوښاک د صحت او تعليم خدمات برابر کاندي.

تاريخي شاليد يې:
کمونېزم د اوسني وخت زېږنده نه ده او نه يې مارکس بنسټګر دی بلکې تاريخي سابقه لري. د ميلاد نه نوولس پېړۍ پخوا ليکو غورس په يونان کې عملي کړ ټولې ځمکې يې مصادره او بيايې مساوي وويشلې د ماشومانو اجتماعي پالنه دولت پر غاړه واخيسته، که چېرته به کوم ماشوم معيوب نړۍ ته سترګې پرانستې مور يې په وژلو مکلفه وه. په دويمه قبل الميلاد پېړۍ کې د يهودو يوه ډله د عمومي ملکيت غوښتونکې او د مساوات مدعي شوه د شتمنو پر خلاف يې مبارزه اعلان کړه، په څلورمه قبل الميلاد پيړۍ کې افلاطون د همدغه نظام د تطبيق پلوي وکړه د شتمنيو او د ښځو اشتراک يې اعلان کړ. په شپږمه ميلادي پېړۍ کې ايراني مزدک په فارسي ملت کې د شتمنيو او د ښځو د اشتراک مدعي شو.

په اوولسمه ميلادي پېړۍ کې ايټالوي مفکر(کامبافيلا)د يو کتاب په ليکلو لاس پورې کړ د هغه نظر دا و چې شر او بدي د ثروت په عمومي کولو له منځه ځي، همدارنګه په نولسمه پېړۍ په روسيه کې د نهلستانو په نوم يوه ډله د ايراني مزدک د خوځښت په څېر رامنځته او د خير و عدالت او د فقر و غربت د له منځه تللو اعلان يې کاوه.

د کمونيزم افکار او معتقدات:
د الله تعالی له وجود او له ټولو مغيباتو څخه انکار لکه روح، جنت، دوزخ، ملايکې، پيريان، وحې، اخرت او په دې باور چې ماده د هرشي اساس او بنسټ تشکيلوی. مارکس ويلي دي چې الله عزوجل نشته او ژوند ټوله ماده ده، لينن وايي هر يو ديني فکر چې په الله عزوجل باوري وي حماقت او جهالت دی په الله عزوجل باور پخوانۍ توره ارتجاع او دين د ولسونو د نېشه کولو وسيله ده، په کار ده چې د دين پر خلاف جګړه اعلان شي.

دوی له ټولو دينونو سره مقابله کوي، اديان د پانګوالې او استعمار په چوپړ کې ګڼي.

ځانګړی (شخصي )ملکيت له منځه وړي او د ميراث د لغوه کېدو پلوی کوي.

په ولسونو د برچې په زور خپل فکر تحميلوي.

کمونيزم ماده ازلي بولي او وايي چې ماده تل ده او تل به وي او له منځه نه ځي دوی طبيعت معبود بولي او په دې باورلرل چي د دنيا له ژونده پرته نه اخرت شته ،نه عذاب او نه ثواب.
کمونيزم په اخ او ډب او زور زياتي باوري دي.
لينن په دې باور لري چې که چيرته د کمونستي انقلاب د بري په لار کې د نړۍ د خلکو درې پر څلور برخې له منځه ولاړې شي دا کار دې سرته ورسېږي.
کمونيزم په ټګۍ ،خيانت او غدر باور لري اګر که د خپل ګوند له غړو سره وي.

د کمونستي نظام اقتصادي بنسټونه:
د کمونستي نظام اصول په لاندې ټکو کې راخلاصه کوؤ:
د فردي مالکيت بشپړ لغوه کول او دولت ته يې تسليمول
د وس په اندازه کار کول او د حاجت په اندازه اجوره اخيستل
د توليد او توزيع لپاره اقتصادي تګلاره جوړول

په هر شي کې د خلکو مشارکت لکه ځمکه، کور، جامه، سامان، غذايي توکي او ازدواج د ضرورت پر اساس توزيع، دلته د شتمنۍ وېش د کار پر اساس صورت نه نيسي مارکسېزم وايي چې د کار او کاريګر ترمنځ هېڅ اړيکه نشته کاريګر چې هر څومره کار کړی د خپل ضرورت له پوره کولو څخه پرته د هېڅ شي حق نلري کار د قدرت په اندازه او معاش د حاجت په اندازه نو په توزېع کې د کار موقف منفي دی.

د سوسياليزم او کمونيزم ترمنځ فرق:
سوسياليزم له کمونېزم سره د شتمنيو په تمرکز يو شان نظر لري مګر د توزيع په سيستم کې سره جلا کيږي په کمونيزم کې توزيع د حاجت پر اساس مګر په سوسياليزم کې د کار پر بنسټ د کمونستي نظام د تطبيق لپاره لینن له خلکو د ځمکو د اخيستلو فرمان صادر کړ په زور د ځمکو او مالونو اخيستل څه اسان کار نه ؤ د کمونستي پلان د تطبيق لپاره دوی نولس ميليونه وګړي په روسيه کې په دار ځړولي دوه ميلونه وګړو ته يې سختې سزاګانې ورکړي په مرکزي اسيا کې يې اوولس نيم ميلونه خلک له تيغه تېر کړي د قراقرم د جمهوريت يونيم ميليون وګړي يې وژلي او ټوله سيمه روسي ګرځول شوې ده.

پنځه ميليونه خلک يې په روسيه کې سابيريا ته تبعيد کړي، په مرکزي اسيا او روسيه کې يې دېرش ميليونه د کرکيلې غوايي او څلويښت ميليونه اسونه له منځه وړي،په روسيې او مرکزي اسيا کې يې پنځوس زره جوماتونه د اسونو او غوايانو په غوجلو او د ګډا او نڅا په مراکزو تبديل کړي. د روسيې اقتصاد او کرکيله د رکود سره مخامخ شوه نو لينن د مارکس فلسفه تغير کړه او کار يې د توزېع معيار وباله.

سوسيالستي اقتصاد وايي: کارګر هغه څوک دی چې د خپل کار په وسيله يې مادې ته تبادلي ارزښت ورکړی. کار د قيمت اساس دی نو کار د قدرت په اندازه او معاش د کار په اندازه د توزېع يواځنۍ وسيله کار دی نو پر دې اساس لينن د مارکس فلسفه تغير کړه.

عیبونه او نيمګړتیاوې یې:
۱- د فرد ازادي او شخصیت له منځه وړل.
۲- په فردي ملکيت پابندي او د بشر له فطرت سره جګړه.
۳- د تولید د کميت او کیفیت راټېټېدل ځکه چې هلته فردي ملکیت سیالی او رقابت نه وي.
۴- اخلاقي او ټولنيز فساد ته وده لکه زنا، رشوت او غلا.
۵- ټولو دینونو، قوانینو او اخلاقو سره بشپړه مقابله او هغو ته د تورې ارتجاع او بورژوازي نظام په توګه کتل.
۷-د اقتصادي ازادۍ خاتمه: په کمونستي نظام کې شخصي ملکيت پای ته رسيږي، هر فرد د ټولنې د ماشين يوه پرزه ګرځي د بشر ازادي، اراده او شخصيت سخته ضربه ويني.
۸-د بشر فطري استعداد له منځه وړل: دا چې ټول توليدي وسايل د حکومت په لاس کې دي نو ځکه هر فرد ته حکومت تنخوا ورکوي او په تنخوا کې د چافرق نه وي نو د لوړ استعداد څښتنانو ته د هغوی د استعداد په برابر معاش نه ورکول.
۹-د مصرف کوونکيو د ازادۍ ختمول: په کمونستي نظام کې اقتصادي ازادي نه وي ځکه چې د حکومت له خوا يواځې يو شی توليدېږي د ټولنې هر مصرف کونکی مجبور دی هماغه شی مصرف کړي.
۱۰- د کار د شوق او سيالۍ خاتمه:په کمونستي نظام کې چې کله اقتصادي ازادي ختمه شي نو بيا په خلکو کې د زړه د اخلاصه د کار کولو او له نورو سره د سيالۍ جذبه پای ته رسېږي.
۱۱- د حکومتي کارکونکيو بې پروايي.
۱۲-د سياسي او اقتصادي قدرت تمرکز:د حکومت دنده د عوامو خدمت هغوی ته د ازاديو برابرول او د هغوی استعدادونو ته وده ورکول.
۱۳-په دروغو د مساوات چيغې وهل.
۱۴-کمونستي دکتاتوري او د قدرت تمرکز: د روسيې او چين خلک ټول په کمونست ګوند کې شامل نه دي هلته جبر، زور، استبداد او برچه حکومت کوي د کمونستي نظام مثال هغه وزن ته ورته ده چې د مټو په زور فضاته پورته کيږي.
۱۵-په کارګرانو مفت کارکول: د کمونست ګوند لوړ مقامه شخصيتونه په بيلابيلو پلمو کارګران راغونډوي ورڅخه کار اخلي او مزدوري نه ورکوي يواځې په ډوډۍ يې بسياکوي.
۱۶- د انساني شخصيت خاتمه او د ځنګله د ژويو په رمه يې تبديلول.
۱۷-د ډېرو ټولنيزو اړيکو لغوه کول لکه ميراث او هبه.

د اسلامي اقتصاد د نظام غوره والی
۱- پر مادیاتو او معنویاتو باور
۲-باطني ساتنه، یعنې اسلامي اقتصاد د انسان د باطن او داخلي وجدان درمنله کوي او د تل لپاره د الهي څارنې لاندې وي. د اسلامي اقتصاد د اټولې لوړتیاوې په نفقاتو او لګښتونو کې وي، په ټولنه کې خپلوانو، اړو کسانو، فقیرانو، مسکینانو، یتیمانو او کونډو ته په ورکړه او همدارنګه د زکات ټولنیز تکافل او د نورو مثبتو کړنو به برخه کې لکه د چل او فریب په نه کولو او د نورو د مال په نه خوړلو ترسره کیږي.
۳-مزدوج اقتصاد(انفرادي او اجتماعي مالکیت).
اسلامي اقتصادي نظام هم د فرد مالکیت د اسلامي او معیارونو په چوکاټ کې او هم ټولنیز مالکیت تنظیموي، که فرد ځانګړې پانګه ولري مجبور دی چې زکات او صدقه ورکړي، همداسې حکومت هم ډیر مسؤلیتونه د ملت پر وړاندې لري، چې د ط مزدوج او ټولنه کې عدالت تامینیږي.
۴-د اخلاقو په دایره یا بند کې ازاد اقتصاد:
یعنې د اسلام اقتصادي نظام د داسې آزاد بازار اقتصاد بازار نه دی چې سرمایه داران پکې هر حلال او حرام کار د اقتصادي ازادۍ په نامه ترسره کړي او د خلکو له جیبونو پیسې چور کړي او نه هم هغسې دیکتاتور حکومت دی، چې هرڅه وغواړي ترسره یې کړي، بلکې په اسلامي اقتصاد کې خلک او حکومت مکلف دي چې د اسلامي اقتصاد په اخلاقي او ایماني چوکاټ کې مقید وي او خپلې اقتصادي چارې پر مخ یوسي.

نوربیا……………

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx