دیني، سیرت او تاریخ

په اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونو کې د اقتصادي ستونزو حل لاره!«څلورمه برخه»

مفتي فضل هادي سالک

د مسلمانانو د اقتصادي پیاوړتیا او کمزورۍ لاملونه:
د پیاوړتیا علتونه او وجوهات:
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته هجرت وکړ نو هلته یې د یوه اسلامي حکومت بنسټ کښیښود، د عشر و زکات، غنایمو، جزئیو او نورو اقتصادي طرحو باندې یې عملا کار وکړ او د یوه غښتلي اقتصادي ښیرازۍ نقشه یې طرحه کړه، دده له رحلت نه وروسته خلفاء راشدینو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیاسي او اقتصادي نقشه پلې کړه، تر فارس پورې د فتوحاتو لمن وغځوله او د اقتصادي پیاوړتیا سربیره یې په ځمکني او سمندري برخو کې پرمختګونه وکړل، د امویانو په دوره کې بیلابیل اقتصادي شرکتونه تر دې چې د سوداګریزو او جنګي کښتیو فابریکې هم جوړې شوې، دا وخت مسلمانانو پیاوړی اقتصاد درلود.

اسلامي امت پولي واحد په توګه په نړیواله کچه منل شوې سیکه درلوده، تر دې چې د فرانسې (۳۰) کیلو مترۍ ته ورسیدل.
د عباسیانو په دوره کې په اقتصادي برخه کې مسلمانانو بې ساري پرمختګونه وکړل او د عثمانیانو په دور خلافت کې مسلمانانو په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د پام وړ پریشرفت وکړ او دا مهال یې یو پیاوړی اقتصادي ځواک درلود، چې لاملونه یې پدې ډول وو:
۱- د اسلامي خلافت تر سیوري لاندې د مسلمانانو یووالی.
۲-د اسلام په ټولو نظامونو او مخصوصاً په اقتصادي نظام ایمان او باور.
۳- له قران او سنت څخه د اخيستل شوي اقتصادي نظام تطبیق.
۴- د اقتصاد او ساینس سربیره نورو ټولو علمي برخو ته پاملرنه کول.
۵- د پرمختګ،ساینس د دنیا د پریښودو له ذهنیت څخه لریوالی.
۶- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیاسي او اقتصادي نقشې پلي کول.

د مسلمانانو د اقتصادي کمزورۍ لاملونه:
د اسلامي خلافت سقوط او د استعمار او ښکیلاک ظهور
۲- د اسلام اقتصادي نظام له منځه تلل
۳-د غیر اسلامي اقتصادي نظامونه رامینځته کول
۴-د کپیتالیستي او سوسیالستي اقتصادي نظامونو څخه د مسلمانانو اغیزمن کیدل.
۵-د مسلمانانو سره په همغږۍ کې د استعمارګرو د رښتینولۍ نه شتون.

نوټ: د استعمارګرو موخه دا نه وه چې یوازې خپل اقتصادي نظام په اسلامي نړۍ کې پلی کړي بلکې اساسي موخه یې د اسلامي نړۍ استعمار، د اقتصادي سرچینو اخيستل او اسلامي نړۍ د غرب په مصرفي بازار بدلول وو، نو په اسلامي نړۍ کې د غربي نظامونو پلي کولو نه یوازې د مسلمانانو د اقتصادي پرمختګ لامل نشول بلکې نورې ډیرې ستونزې یې وزیږولې چې څو یې د بیلګې په ډول یادوو:
۱-اسلامي نړۍ د لویدیځ په مصرفي بازار بدلول.
۲-د لویدیځ په لاس د نرخونو لوړوالی او ټیټوالی.
۳-د معدني شتمنیو چور او چپاول.
۴-د نورو په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ پوروړې کول (قرضداري کول).
نوټ: د اسلامي پراختیایي بانک د راپور پر بنسټ په (۱۹۹۹)کال کې (۸۶)میلیارده ډالره یوازې اسلامي هیوادونه پوروړي وو، چې اوس نشي کولای چې دا پور خلاص کړي او د تولید فکر خو هیڅ نشي کولای.
۵-د سوسیالیستي او کاپیټالیستي اقتصادونو د پلي کیدو ناکامي.
نوټ: سوسیالیسټي نظام پلې کولو شوروی اتحاد د ماتې سبب شو او پانګه وال نظام پلي کول مسلمانان له اقتصادي فقرڅخه د مرګ او ورکاوي ترحده ورسول.
۶-د بې وزله هیوادونو د مالونو لوټول (چورکول).
نوټ: ځینې اقتصاد پوهان وایي چې د شلمې پیړۍ په پنځمه او شپږمه کې د چور چپاول شمیر په کال کې دوه میلیارده ډالرو ته رسیده.
۵- د نړۍ د ټولو هیوادونو پر اقتصاد باندې د نړیوالتوب (ګلوبلایزیشن )په نامه واکمني کول یعنې لویدیځ غواړي چې د نړیوال اقتصادي قانون له نوم څخه په ګټه اخيستنه اسلامي هیوادونه د خپل اقتصادي او سیاسي استعمار لاندې راولي.

د مسلمانانو د اقتصادي ستونزو حل لارې:
۱-په رښتیني باور سره د ایمان پیاوړتیا.
لکه د انسان په بدن کې د سترګو اناتومي او فیسولوجي، سترګه د انسان د سر په کاسه کې پداسې شکل ایښودل شوې چې پر سر یې باڼه او وریځې دي، د سترګو په مینځ کې تروشې اوبه دي، خو ښکلا او بصارت یې له ورایه ځلیږي او کتلو ښه نظام دی، همداسې اسلام کې اقتصادي نظام هم د همدې نظامونو له زمرې نه دی، لوح محفوظ کې الله تعالی لیکلي، ثبت کړی او ترقیامته پورې به همداسې روان وي، که چیرته د چا سترګه ړنده او پر ځای یې بله سترګه کښیښودل شي نو حتمي ده چې ښکلا یې له منځه ځي همداسې د اسلام له اقتصادي نظام نه په غیرکه نور نظامونه پلې سکون او ارام به پکې نه وي.
– د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیاسي او اقتصادي نقشه پلې کول.
لکه څنګه چې د انسان د بدن غړي الله تعالی په داسې بڼه جوړ کړي چې که دا غړي سم موازي حرکت وکړي نو انسان نورمال حالت کې ساتي، همداسې د اسلامي معنوي جثه ده، که ټول مسلمانان د اسلامي امت د غړو په توګه ګډ کار وکړي، او خپله معنوي جثه ژوندۍ وساتي د هیڅ غلیم وسه به پرې ونشي، خو که دښمنانو یې لاسونه، پښې او د زړه شیریانونه پرې کړل نو بیا به ددې ژوند ناشونی وي،نن چې استعمار امت برخې برخې کړ، او د زړه شیریانونه یې سره پرې دی، نو ځکه د یوه واحد امت په توګه نشي څرګندیدای.

پایله دا شوه چې: د یادو ننګونو، ستونزو او کړاوونو بنسټیزه لاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم نقشې ته بیرته ګرځیدل دي، هغه نقشه چې د حبشي بلال رض د افریقا له قارې نه، سلمان فارسي رض له فارسي ایران او صهیب رض له روم څخه د خپلو ولسونو په استازولۍ نورو مسلمانانو سره ګډ ژوند وکړ، په اسلامي نظام کې باید هیڅوک د پردیتوب احساس ونکړي او ټول د یوه جسم په توګه اسلامي امت جوړ کړي.

۳-قران کریم او سنتو ته بیرته ورګرځیدل
که څه هم مسلمانان د قران او سنتو د عملي کولو دعوې کوي، مګر د دوی اقتصاد د غرب او شرق د اقتصادي نظام څخه اغیزمن دی، او په ختیځ او لویدیځ اقتصادي نظام کې اسلامي حکمونه له منځه تللي دي، هیڅ داسې حکومت نشته چې د اسلام هغه اقتصادي قوانین پکې پلې وي، چې هغه دې له قران او سنت نه سرچینه واخلي!

سوسیالیزم کې ټول ملکتیونه ټولنیز او ملي وي، کاپیټلیزم کې ټول مالکیت د فرد وي خو اسلامي اقتصادي نظام کې بیا ټول د فرد او ټولنې مشترک وي.

لکه ونه چې بیلابیل خلک یې مخې ته ولاړ او هر څوک ترې خپله ګټه اخلي.

شیخ سعدي وایي:
برګ درختان سبز در نظر هوشیار/ هر ورقش دفتریست عرفت کردګار

۴- د اقتصاد او ساینس سربیره ټولو برخو ته پاملرنه:
الله تعالی فرمایي: وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ(60\ الانفال ).
ژباړه : د دښمنانو پر وړاندې له ټول ځواک نه کار واخلئ، کوم مو چې په وس کې وي، د آسونو له ځواک څخه ګټه واخلئ ترڅو د الله تعالی او خپل دښمنان پرې وویروئ.

ددې آیت شریف پر بنسټ پر مسلمانانو فرض دي، چې ایمانداره کادرونه د نوې تکنالوژۍ او معاصرو سره سم وروزئ!

قال أبو علي الروذباري ، في قوله : {وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة} ، فقال : القوة هي الثقة بالل ( البحرالمدید فی تفسیر القران المجید)

نوربیا……………

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x