دیني، سیرت او تاریخ

په اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونو کې د اقتصادي ستونزو حل لاره!«پنځمه برخه»

مفتي فضل هادي (سالک)

اسلام کې د اقتصادي ستونزو نه د وتلو حل لاره:
په لنډه توګه به داسې ووایو چې د اسلام له نظره اقتصادي بډاینې، ښیرازي او پرمختګ د الله تعالی په رحم و کرم پورې اړه لري، کله چې کوم قام کې فقر، غربت او اقتصادي ځوړتیا راځي وجوهات او لاملونه یې د بنده ګانو ګناهونه او جرایم وي، حللاره یې توبه او استغفار دی، نږدې عامو تفاسیرو د لاندینو آیتونو تفسیرونه همداسې کړي دي.

الله تعالی فرمایي:{وَأَنِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُمْ مَتَاعاً حَسَناً إِلَى أَجَلٍ مُسَمّىً}.
تفسير: دا آیت کریمه پدې دلالت کوي چې له ګناهونو څخه استغفار او الله تعالی ته له معاصیو نه توبه ایستل ددې سبب دي چې الله تعالی دې توبه ایستونکی او مستغفر شخص ته پراخه روزي، خوشحاله ژوند او دنیاکې عافیت ورکړي، لکه تفسیرالاضواءالبیان پدې عبارت سره دا آیت تفسیروي:
هذه الآية الكريمة تدل على أن الاستغفار والتوبة إلى الله تعالى من الذنوب سبب لأن يمتع الله من فعل ذلك متاعاً حسناً إلى أجل مسمى؛ لأنه رتب ذلك على الاستغفار والتوبة ترتيب الجزاءص -170- على شرطه.
والظاهر أن المراد بالمتاع الحسن: سعة الرزق، ورغد العيش، والعافية في الدنيا، وأن المراد بالأجل المسمى: الموت

همداسې د روزۍ په پراخوالي او د هوسا ژوند لپاره خورا اغیزمن سببونه د لاندینو پیغمبرانو علیهم السلام ویناوې دي چې خپلو قومونو ته یې کړې وې او الله تعالی مونږ ته د حکایت په ډول رانقل کړې دي، یو د دوی پیغمبرانو ع څخه هود علیه السلام و چې خپل قوم ته یې داسې وویل:
{وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَاراً وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ} [11/52]، وقوله تعالى عن “نوح”: {فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّاراً يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَاراً وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَاراً} [71/10-12]، وقوله تعالى: {مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً} الآية[16/97]، وقوله: {وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ} الآية [7/96]، وقوله: {وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا التَّوْرَاةَ وَالْأِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ مِنْ رَبِّهِمْ لَأَكَلُوا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ} [5/66]، وقوله {وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ} [65/2، 3]، إلى غير ذلك من الآيات.
(تفسیر اضواء القران فی ایضاح القران بالقران )
وقوله تعالى { قُل لَّوْ أَنْتُمْ تَمْلِكُونَ خَزَآئِنَ رَحْمَةِ رَبِّي إِذاً لأمْسَكْتُمْ خَشْيَةَ الإنفاق وَكَانَ الإنسان قَتُورا } [ الإسراء : 100 ] .
وقوله في هذه الآية الكريمة { يَبْسُطُ الرزق لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِر } جاء معناه موضحاً في آيات أخر كقوله تعالى { قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرزق لِمَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ } [ سبأ : 39 ] الآية . وقوله تعالى { قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرزق لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ ولكن أَكْثَرَ الناس لاَ يَعْلَمُونَ } [ سبأ : 36 ] وقوله تعالى { الله يَبْسُطُ الرزق لِمَنْ يَشَآءُ وَيَقَدِرُ وَفَرِحُواْ بالحياة الدنيا } [ الرعد : 26 ] الآية . وقوله تعالى : { والله فَضَّلَ بَعْضَكُمْ على بَعْضٍ فِي الرزق } [ النحل : 71 ] الآية . وقوله تعالى : { نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُمْ مَّعِيشَتَهُمْ فِي الحياة الدنيا } [ الزخرف : 32 ] الآية . وقوله تعالى { يَكُنْ غَنِيّاً أَوْ فَقَيراً فالله أولى بِهِمَا } [ النساء : 135 ] الآية . وقوله تعالى { لِيُنفِقْ ذُو سَعَةٍ مِّن سَعَتِهِ وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنفِقْ مِمَّآ آتَاهُ الله } [ الطلاق : 7 ] الآية . وقوله تعالى : { وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُه } أي ضيق عليه رزقه لقلته . وكذلك قوله { يَبْسُطُ الرزق لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِر } في الآيات المذكورة .
أي يبسط الرزق لمن يشاء بسطه له ويقدر ، أي يضيق الرزق على من يشاء تضييقه عليه كما أوضحناه في سورة الأنبياء في الكلام على قوله تعالى { فَظَنَّ أَن لَّن نَّقْدِرَ عَلَيْه } [ الأنبياء : 87 ] .

وقد بين جل وعلا في بعض الآيات حكمة تضييقه للرزق على من ضيقه عليه .

وذكر أن من حكم ذلك أن بسط الرزق للإنسان ، قد يحمله على البغي والطغيان كقوله تعالى { وَلَوْ بَسَطَ الله الرزق لِعِبَادِهِ لَبَغَوْاْ فِي الأرض ولكن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَآءُ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرُ بَصِيرٌ } [ الشورى : 27 ] ، وقوله تعالى : { كَلاَّ إِنَّ الإنسان ليطغى أَن رَّآهُ استغنى } [ العلق : 6 – 7 ] .
(اضواءالبیان فی تفسیرالقران بالقران)
—————–
وقال في الكفران وعواقبه : ( وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ ).
عن ثوبان رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : لا يرد القدر إلا الدعاء و لا يزيد في العمر إلا البر و إن الرجل ليحرم الرزق بالذنب يصيبه
(المستدرك علي الصحيحين للحاكم)
——————-
قال تعالى: (وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ وَلَكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ) . [الأعراف:96.
ژباړه: که د کلیو خلکو ایمان راوړی وی او د پرهیزګارۍ کړنلاره یې خپله کړې وی نو مونږ به پر هغوی د آسمان او ځمکې د برکتونو دروازې خلاصې کړې وی، خو هغوی د درواغو نسبت وکړ نو مونږ ځکه د هغوی ناوړه ګټې له امله هغوئ ونیول چې راغونډولې یې.
پدې آیت کریمه کې راغلل چې ایمان او تقوی د اسلامي اقتصاد ترټولو مهم اساس دی، په ټولنه کې برکت او مینه همدا دوه عنصره رامیځته کوي، لکه اقتصاد پوهان چې وایي د اقتصاد موخه د یوې باثباته او پرځان بسیا ټولنې رامنځته کول دي.

نتیجه (پایله):
د اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونو له برنامو او څیړنو وروسته دې پایلې ته رسیږو، چې د لویدیځ د کاپیټالیزم او د پانګه وال اقتصادي نظام چې بنسټ یې په سود، بډو، رشوت، احتکار، غلا او چپاول باندې ایښودل شوی او هم د سوسیالیزم د اقتصادي نظام سولیدلې برنامې، چې مفکوروي ترمینالوژي یې په ناانډوله او ناروا اشتراکیت باندې ایښودل شوې، د تجربو لابرتوار وښوده، چې د اسلام د اقتصادي نظام او هغې طرحې په وړاندې دا ټول غیراسلامي اقتصادي نظامونه سرکوزي دي چې بنیاد یې په فردی او ټولنیز مزدوج اقتصادي نظام باندې راڅرخي او د بشري فطرت او طبعې غوښتنو او تقاضاوو سره موازي اړخ لګوي. د اسلام اقتصادي نظام چې له وحې نه سرچېنه اخلي او ټول غیر اخلاقي او د اختلاس، بډو، غلاوو، سود، قمار، رشوت او په نورو نا متوازنو معیارونو متمرکز اقتصادي برنامې مستردوي، د انسان د فطرت او سلیقې سره متجانس اقتصادي نظام د بشریت د فلاح او سعادت لاره بولي!
————-
وړاندیزونه /پیشنهادات:
۱-که غواړو چې سالم او پیاوړی اقتصاد ولرو،اړینه ده، چې د یوه مسلمان په حیث د لویدیځ او ختیځ د اقتصادي پروژو له مصنوعي وړانګو نه ځانونه اغیزمن نکړو، بلکې د هغې پرځای باید دخپلو معنویاتو ابعادو ته په کمال تفکر او تدبر ورننوځو!
۲-لویدیځوالو صنعتي انقلابیانو چې د ساینس، تکنالوژي او صنایعو علم زمونږ له قرطبي، غرناطې نه زده کړی، خپل تیر برم ته په کتو باید د ایمان او توحید ستره پانګه ددې مصنوعي تولیداتو نه کمه ونه ګڼو او نه د خپلې د اسلامي خاورې پټ معدنیات او طبعي ذخایر د خپل ستونزمن اقتصاد په بډاینه کې نا کافي وبولو!

۳-د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره د ایمان،تقوی ،استغفار ،توبې او د رب العلمین په دربار کې د لاسونو لپه کولو څخه پرته یوه اقتصادي نسخه هم کارنه ورکوي، نو باید چې ټول مسلمانان د نا مسلمانو جوامعو غوندې د مادیاتو د اتکا پر ځای پر معنویاتو اتکا وکړي او بس!
—————————
ماخذونه /مصادر:
• ۱-تفسیر الجامع لاحکام القران
• ۲اضواءالبیان تفسیرالقران بالقران
• ۳احکام القران لابن العربی
• ۴( البحرالمدید فی تفسیر القران المجید)
• ۵(المستدرك علي الصحيحين للحاكم)
• ۶لسان العرب دال باب قاف څپرکی
• ۷الکتاب الصحاح فی اللغة
• ۸ نړیوال کول /دکتور یوسف قرضاوی تالیف
• ۹فصلنامه مطالعات راهبردی
• ۱۰نظام اقتصادی اسلام /استاذعبدالظاهر داعی تالیف
• داسلام اقتصادی نظام /مولوي محمدشریف رحمانی تالیف
• ۱۱المکتبة الشاملة
• ۱۲الموسوعة الفقهیة الکویتیة
• ۱۳ (النظام الاقتصادی فی الاسلام )مولف شیخ قحطانی .
• ۱۴مغنی المحتاج الی معرفةمعانی الالفاظالمنهاج لشمس الدین محمدبن احمدالخطیب الشربینی
• ۱۵المبسوط للسرخسی ج۹ص۳۲۷
• ۱۶دررالحکام شرح غررالاحکام محمدبن فرامرزعلی الشهیربملاخسرو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x