افغانستانسولې اړوند خبرونه

«قطر کې مذاکراتي ټيمونه د طرزالعمل په اړه هوکړې ته رسېدلي»

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو له بهیره باخبره سرچینې وایي، په پلازمېنه دوحه کې د روانو مذاکراتو دواړه لوري د ناستو د طرزالعمل په اړه هوکړې ته رسېدلي او ژر به په دې اړه رسمي اعلان وشي.

له تېرو نږدې دوو میاشتو راپدېخوا د طالبانو او کابل مذاکراتي ټيمونه په دوحه کې د خبرو مېز ته ناست وو؛ خو د کابل د ټیم له لوري د مذاکراتو د بنسټ په حیث د طالبانو او امریکا د تړون د نه منلو او یو شمېر نورو اختلافي ټکو له امله په مذاکراتو کې پرمختګ په ټپه ودرېد او مذاکراتي ټیمونه ونه توانېدل د ناستو د طرزالعل په اړه هوکړې ته ورسېږي.

تازه یو شمېر سرچینې وایي، دواړو لورو د ناستو د طرزالعمل په اړه هوکړې کړې، چې ډېر ژر به یې په اړه رسمي اعلان وشي.

د بي بي سي خبریال «علي حسیني» مذاکراتي بهیر ته د نږدې سرچینو له قوله لیکلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه د اختلافي موضوعاتو په اړه توافق ته رسېدلي او داسې تمه وه، چې دا هوکړه نن ورځ «چهارشنبه» اعلان شي؛ خو اعلان یې ځنډېدلی.

که څه هم په رسمي ډول تر دې دمه په مذاکراتو کې د هوکړې خبرونه تایید شوي نه دي؛ خو د کابل حکومت د ملي امنیت پخوانی رییس «رحمت الله نبیل» وایي، د دواړو لورو تر منځ د طرزالعمل په ۱۹ مادو باندې هوکړه شوې او یوازې رسمي اعلان یې پاتې دی.

دده په خبره، د کابل مذاکراتي ټیم تر فشار لاندې و او د طالبانو په وړاندې يې مقاومت نشوای کولای.

یاده دې وي، چې د کابل مذاکراتي ټیم داسې مهال د اختلافي موضوعاتو په برخه کې له طالبانو سره هوکړې ته رسېږي، چې د امریکا دفاع  وزارت له افغانستانه د زرګونو عسکرو د ایستلو اعلان کړی او داسې ګمان کېږي، چې ښایي د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په بنسټ د راتلونکي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx