
جرمني: د بهرنیو عسکرو له وتلو سره افغانستان کې شوی پرمختګ له منځه ځي
نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د زرګونو امریکایي عسکرو د ایستلو امر کړی او تمه کېږي، چې د نوي کال تر نیمایي پورې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور صفر ته راټيټ شي؛ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یې په اړه اندېښنه ښودلې او له افغانستانه د ناټو عسکرو وتل یې د ټولو لاسته راوړنو د ضایع کېدلو په بیه بللي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزرات ویاند «کریسټوفر» ویلي، چې تر وخت وړاندې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به د بین الافغاني مذاکراتو پروسه زیانمنه کړي، امنیتي خلا به رامنځته کړي او هغه پرمختګ به ورسره له منځه ولاړ شي چې په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان کې ترلاسه شوی.
کریسټوفر د خپل هیواد د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویلي، چې جرمني د طالبانو او «حکومت» تر منځ د مذاکراتو پيلېدل د ټرمپ د ادارې ستره ډيپلوماټیکه لاسته راوړنه بولي او په دې باور دی چې د سولې لپاره د شرایطو تر برابرېدو وروسته د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره تر ټولو غوره فرصت رامنځته کېدای شي او په تېرو دوو لسیزو کې خپلې شوې لاسته راوړنې هم ورسره ساتل کېدای شي.
دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې تېره ورځ د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د زرګونو امریکایي عسکرو د وتلو اعلان وکړ او یاده یې کړه، چې د نوي کال د لومړۍ میاشتې تر نیمایي پورې به هلته د خپلو شته ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ کړي.
د پنټاګان تر اعلان وروسته د امریکا د امنیت شورا سلاکار وویل، په افغانستان کې پاتې پوځیان به د امریکایي سفارت او ادارو ساتنه کوي او ولسمشر ټرمپ هیله لري چې د «می» تر میاشتې پورې هغوی هم په بشپړ ډول هیواد ته را ستانه شي.
کوم پرمختګ؟؟؟؟؟؟؟
جلال صاحب ، د ګډوډیو پرمختګ ، د نشه توکو پرمختګ چه بنځه میلونه خلک پری مصاب شوی، د فساد کچه کی یی نړیوال طلای مدال تر لاسه شوی پرمختګ . د ناوړه او فاسدی اداری شتون پرمختګ ، د غلامی اداری د قدرت جلا جلا جزیرو جوړولو پرمختګ ، د عیاشی او فحاشی مرکزونو پرمختګ ، د عیسویت او الحاد خپرونی پرمختګ د افغانی او اسلامی فرهنګ د لویدیز په حیوانی فرهنګ بدلونی پرمختګ او او ……………
كور مو ودان ګرانه استاذه! ډیر ښه تشریح مو وکر. الله تعالی پر مونږ او زمونږ پر ملک باندی رحم و کړي. آمین