افغانستان

استرالیا په افغانستان کې د خپلو عسکرو په جنګي جنایاتو اعتراف وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د استرالیا دفاع وزارت تایید کړه چې عسکرو یې په افغانستان کې د ملکي او اسیرو  افغانانو په وژلو سره جنګي جنایات ترسره کړي دي.

په هغه راپور کې چې په همدې تړاو د استرالیا ددفاع وزارت لخوا خپور شوی راغلي، چې استرالیايي عسکرو په افغانستان کې ۳۹ تنه ملکيان او هغه افغانان چې دوی سره اسیران وو د ټولو قوانینو پرخلاف وژلي دي، په راپور کې استرالیايي عسکر ددوی تر ولکې لاندې سیمو کې له عامو افغانانو سره په سخت او ظالم چلند کولو هم مجرم پېژندل شوي دي.

هغه پېښې چې د استرالیا ددفاع وزارت لخوا رسنیزې شوي، له هغو جنایاتو څخه علاوه دي چې استرالیايي عسکرو د جګړې په ډګرونو کې له د ملکي افغانانو او جنګي اسیرانو په حق کې سرته رسولي.

 په تیرو څو کلونو کې لویدیځو رسنیو څو ځلې په افغانستان کې د میشتو استرالیایي عسکرو لخوا ملکي افغانانو او بندیانو سره د “غیر قانوني چلند” راپورونه ورکړي وو چې په کې د ملکیانو او افغان بندیانو وژنه هم شامله ده.

د دغو تورونو په هکله پلټنې د څلورو کالو راهیسې په محرمانه توګه روانې وې چې ګواکې د ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۶ پورې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو یو شمیر غړو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي او نتیجې یې دوه اونۍ وړاندې د استرالیا حکومت ته سپارل شوې دي.

د استرالیا حکومت تیره اونۍ اعلان وکړ چې د ځانګړي څارنوال د دفتر په ایجادولو سره په افغانستان کې د استرالیایي پوځیانو د “جنګي جنایاتو” تورونه پلټي.

له اوږدو تحقیقاتو وروسته د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته په یو استولي لیک ددغه هېواد د عسکرو لخوا ملکي افغانانو سره د ناوړه چلند او وژلو له امله بښنه غوښتې ده.

په ورته مهال ارګ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن تیره ورځ د کابل حکومت مشر اشرف غني سره تیلیفوني خبرو په ترڅ کې د استرالیايي عسکرو لخوا د عامو افغانانو په وژنه خواشیني څرګنده کړې ده.

که څه ارګ وايي، چې د ښاغلي «موریسن» ‎غني ته ډاډ ورکړی چې دغه څېړنې به په ښه توګه ترسره او عدالت به تأمین کړل شي؛ خو دا نه دي ویل شوي چې اشرف غني د استرالیا لومړي وزیر ته څه ویلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x