افغانستان

ډابنينز: د ټاکنو لومړنيو پايلو نهيلي کړو

نن ټکی اسيا: افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي، استازي جيمز ډابينز ويلي، چې دوی د ولسمشريزو ټاکنو لومړيو پايلو نهيلي کړي دي.

ښاغلي ډابینز دا څرګندونې په داسې کې کړي، چې د دندې موده يې په ختمېدو ده او له خپلې دندې یې استعفا ورکړې ده.

پرون دوشنبه د چنګاښ په شپاړسمه د ولسمشريزو ټاکنو د دوهم پړاو پايلې، چې له ګڼو جنجالونو سره ملې وې، اعلان شوې، چې تر مخه يې ډاکټر اشرف غني احمدزي ۵۶،۴۴ او ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۳،۵۶ سلنه رايې تر لاسه کړي دي.

د ټاکنو د دوهم پړاو د پايلو په اړه تر اوسه نړيوالې ټولنې څه نه دي ويلي، مګر پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جيمز ډابينز امريکا غږ اشنا راديو سره په دې اړه په خپله ځانګړې مرکه کې و ويل، چې د ټاکنو پايلو دوی نهيلي کړي دي.

ډابنز زياته کړه، چې هغه پرېکړې او تړونونه بايد پام کې نيول شوي وای، چې تر مخه يې دواړو ټاکنيزو ټيمونو يو بل سره منلي وو، چې ټاکنو کې د شويو درغليو مخنيوی به کوي او پاکې او ناپاکې رايې به سره جلا کوي.

د ښاغلي ډابينز په وينا تر اوسه هم څو ميليونه شکمنې رايې شته، چې بايد په دقت وڅېړل شي او د ټاکنو په پايلو ژور اغېز لرلای شي، نو د ټاکنو د کميسيون لخوا د ټاکنو پايلې اعلانول يوه عاجلانه پرېکړه وه.

ډابينز وايي، چې د ټاکنو کړکيچ او ناندرۍ بايد نورې پای ته ورسې او داسې يو حکومت جوړ شي، چې ټولو افغانانو او نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ وي.

ښاغلي ډابينز دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې پرون د ټاکنو د پايلو د اعلان پر مهال د ټاکنو د خپلواک کميسيون دفتر کې د يوناما مشر يانکوبيش او د امريکا سفير جيمز بي کنينګهم هم موجود وو.

سرچينې وايي، چې د دوهم پړاو د ټاکنو پايلې د جيمز بي کنينګهم او يانکوبيش لخوا د دواړو ټاکنيزو ټيمونو تر منځ په منځګړيتوب او جوړجاړي اعلان شوي دي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم هم ويلي، چې ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټيم لخوا پراخه درغلي شوې او تر څو، چې پاکې او ناپاکې رايې سره جلا شوي نه وي، د ټاکنو پايلې ورته د منلو وړ نه دي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم وياند فضل الرحمن اوريا هم ويلي و، چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټيم په ټاکنو کې پراخه درغلي کړې او تر څو چې پاکې او ناپاکې رايې سره جلا شوي نه وي، نو پايلې اعلانول به د کودتا په معنا وي او دوی ته د منلو وړ نه دي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم بيګا ماخستن د کابل ښار لارو او کوڅو ته راوتي وو، هوايي فايرونه يې کول او شعارونه يې ورکول، چې “مرګ پر درغلۍ او مرګ پر کودتا”

کارپوهان وايي، چې د ښاغلي ډابينز له څرګندونو ښکاري، چې نوموړی افغانستان د يو ګډ حکومت جوړولو لپاره هلې ځلې کوي او غواړي د تحول او تداوم ټيم د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ته هم په راتلونکي حکومت کې پراخه ونډه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x