افغانستان

عمران خان د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لومړی وزير عمران خان د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن غرمه کابل ته رارسېدلی دی.

ټاکل شوې چې عمران خان او ورسره مل پلاوی به د کابل حکومت له چارواکو سره په دوه اړخيزو سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو وغږيږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ «ارګ» وياند صديق صدیقي ويلي، د دغې ناستې ډېر تمرکز به په ټرانزيټ او سوداګرۍ وي، خو دوی هيله لري، چې د سولې په تړاو به د پاکستان په دريځ کې بدلون راغلی وي او په دې اړه ترې د مثبتو ګامونو اخيستو هيله هم لري.

دوه ورځې وړاندې د عمران خان د سوداګريزو چارو سلاکار رزاق داود هم کابل ته راغلی و او دلته يې له چارواکو سره په مهمو اقتصادي چارو بحثونه کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت کابل ته د عمران خان سفر په اړه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې له ولسمشر اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره د عمران او پلاوي ليدنه کې به د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا، د سولې بهير او د سيمه‌ييز اقتصاد د پراختيا په موضوعاتو بحثونه وشي.

د عمران خان د راتګ له امله په ټول کابل ښار کې ټولې دولتي ادارې رخصت دي او د حکومت له لوري پراخ پروټوکول ورته نیول شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د پاکستان، هند او کابل ادارې له واکمنو څخه د خير هيله هيڅ نه سي کېدلای، دې درو سرو واکمنانو زموږ مقدس دين، ګران هيواد، ښکلي افغاني فرهنګ او زموږ خلکو ته دونه تاوانونه رسولي دي چي په ډېر مهال به جبيره نه سي. د دوی له دې ليدنو کتنو څخه زموږ هيواد او خلکو ته هيڅ ګټه نه رسېږي، بلکي دلته به د هند او پاکستان نيابتي جنګ او د شومو اغراضو پلي کېده او رقابت نور هم زور واخلي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx