افغانستان

د نورستان د کلیو د پراختیا رئیس تښتول شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو د نورستان ولایت د کلیو د پراختیا رئیس سید معصوم سیدي تښتولی دی.

دا پېښه تیره ورځ د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ په «ګلسک» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو سید معصوم سیدي او د هغه ۴ نور ملګري له یو شخصي موټر څخه ښکته کړل او ناڅرګند لوري ته یې بوتلل.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ددې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې تښتول شوي رئیس د خپل سفر په اړه د کونړ ولایتي چارواکي په جریان کې نه وو اچولي، ځکه دا پېښه رامنځ ته شوه.

نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې د معصوم سیدي یو ملګري چې له تښتوونکو سره یې مقاومت کولو د تښتوونکو لخوا وژل شوی دی.

د نورستان د والي ویاند محمداسماعیل مومند هم تاییدوي چې ددې ولایت د کلیو د پراختیا او انکشاف رئیس له ۴ نورو کسانو سره تښتول شوی، چې په خبره یې د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x