افغانستان

فارن پاليسي: د خوست کمپاين ځواکونه پر خلکو ظلمونه کوي او ملکيان وژني

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا فارن پاليسي مجلې په خوست کې د امريکايي استخباراتو «سي ای اې» په ملاتړ جنګېدونکو کمپاين ځواکونو د خپلسرو عملياتو او ظلمونو په اړه يو مطلب خپور کړی دی.

فارن پالیسي وايي، د خوست کمپاين ځواکونو تېره اکتوبر مياشت کې د خپلسرو عملياتو او چاپو پر مهال څوارلس ملکيان وژلي وو. په يوه پېښه کې کمپاين ملېشو د څلوېښت کلن محمد شوکت پر کور چاپه ووهله، هغه يې د خپلو ماشومانو په مخکې پر ځمکه وغورځاو، پر سړک يې کش کړ او له څرګند دلیل پرته يې وواژه.

د خوست اوسېدونکو فارن پاليسي ته ويلي، چې په وژل شوو کې لږ تر لږه يوه ښځه هم وه، خو هغوی په دې اړه نور وضاحتونه نه دي ورکړي، ځکه چې د سيمې خلک اندېښنه لري، که دوی څه خبره وکړي، د کمپاين ځواکونه به ترې غچ واخلي. تېره مياشت د دغو وژنو په اړه په خواله رسنيو کې هم پراخ بحثونه شوي وو.

مجله زياتوي، چې «د خوست ساتونکی ځواک» کمپاين ځواکونو د امريکايي يرغل له پيله په ۲۰۰۱ کال کې په خوست کې د امريکايي استخباراتو «سي ای اې» تر سيوري لاندې فعاليت پيل کړی او له تېرو ۱۹ کلونو راهيسې په سيمه کې خپلسري فعاليتونه کوي، له تېرو څو کلونو راهيسې د دغو ملېشو د خپلسرو عملياتو او ظلمونو کيسې روانې دي، چې خلک بې محکمې وژني، شکنجه کوي يې او په ډېرو ځايونو کې يې له بشري حقونو سرغړونې کړي دي، خو تر اوسه يې چا د محاکمې هڅه نه ده کړې، ځکه چې ځان له هر ډول قانونه لوړ بولي.

اوس، چې امريکايي عسکر له افغانستانه په وتو دي، نو ډېری خلک اندېښنه لري، د خوست کمپاین ځواکونه او د سي ای اې ملاتړ لرونکې ملېشې به په ټول افغانستان کې خپلسري عمليات پيل کړي.

د خوست کمپاين ځواکونو په عملياتو کې د وژل شوي محمد شوکت يوه خپلوان ويلي: «د اکتوبر په نمايي کې دوی زموږ پر کور چاپه ووهله او شوکت يې له دلیل پرته وواژه، دوی د بشري حقونو مجرمين دي او په همدې شپه يې اته نور ملکيان هم وژلي وو.»

د سيمې خلکو فارن پاليسي ته ويلي، چې شوکت له هېڅ ډلې سره تړاو نه درلود، عادي افغان و او په ښار کې يې کار کاو، خو کمپاين ځواکونه ځکه له هر ډول قانون څخه مستثنی دي، ځکه چې له امريکايي ځواکونو سره تړلي دي او بې دريغه وژنې کوي.

د خوست کمپاين خپلسرې ملېشې له ملي اردو جلا عمليات کوي، ډېری عملياتو کې د امريکايي عسکرو ملتيا کوي، د اردو پر پرتله په نوو پرمختلليو وسلو سمبال دي، سربېره پر دې، چې کمپاين ځواکونه شپنه‌نیزې چاپې او ګزمې وهي، د امريکايي ډرون الوتکو لپاره هدفونه هم ټاکي.

مجلې زياته کړې، چې په تېرو څو مياشتو کې د بشري حقونو فعالان او د رحيم سکندر په شمول يو شمېر خبريالان هم نيول شوي او په نښه شوي دي؛ ځکه چې رحيم سکندر د طالبانو او حکومت له لوري د ملکيانو د وژنې پر خلاف غږ پورته کړی و.

د فان پاليسي په خبره، رحيم سکندر د خوست ملي امنيت رياست « چې د خوست کمپاین سره نږدې کار کوي» په تېر اګسټ کې نيولی دی.

د فارن پاليسي د معلوماتو له مخې په ملي امنيت رياست او خوست کمپاین کې ډېری کارکوونکي د پخواني کميونيسټ رژيم پاتې شوني دي، چې ډېری وخت ملکيان او هغه خلک په نښه کوي، چې پر حکومت نيوکې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx