افغانستان

برتانیا: د عسکرو په را ایستلو کې د امریکا لاره تعقیبوو

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د زرګونو امریکایي عسکرو د ایستلو اعلان کړی او ګمان کېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په بنسټ به راتلونکی کال ټول بهرني ځواکونه خپلو هیوادونو ته ستانه شي؛ د برتانیې دفاع  وزیر وایي، د عسکرو د شمېر کمولو په برخه کې د امریکا لاره تعقیبوي او د هغوی د ځواکونو له شمېر کمېدلو سره د خپلو عسکرو شمېر کموي.

د برتانیا دفاع وزیر «بین ویلس» وایي، د امریکایي عسکرو د شمېر کمېدلو په برخه کې د امریکا لاره تعقیبوي؛ خو په خبره یې امریکایي عسکر به کله هم په بشپړ ډول له افغانستانه ونوځي «که چېرې د امریکایي عسکرو شمېر په افغانستان کې کمېږي، موږ به هم شمېر راټيټ کړو خو پاتې عسکر به مو هلته د خپل هیواد د امنیت د ساتلو په موخه له امریکا سره ګډ کار کوي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې برتانیا غواړي په افغانستان کې د خپل ستر متحد «امریکا» په څنګ کې تر یو حده په خپلواکه توګه کار وکړي او په همدې موخه یې مالیې وزارت ته هم یو وړاندیز کړی چې بودیجه زیاته کړي «د دفاعي طرحې د بیا کتنې موخه داده چې موږ څنګه کولای شو د خپلو متحدینو بشپړوونکي واوسو، که چېرې یو ځواک له هغه ځایه راوزي، بل یې باید پر ځای پاتې شي، موږ دا کولای شو.»

د برتانیا د دفاع وزیر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا دفاع وزارت بیا له افغانستانه د راتلونکي کال د لومړۍ میاشتې تر نیمایي پورې د دوه زره امریکایي عسکرو د ایستلو اعلان کړی.

بل لور ته د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په بنسټ باید ټول بهرني عسکر د څوارلس میاشتو دننه له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx