ټولنیزه برخه

خيالونه او فکرونه، تګلارې او وسايل يې

د،ب،هيښ

انسانان څه په انفرادي او څه په ډله ايزه توګه  بايد په ژوند کې خيال ، فکر او  هدف ولري. بې هدفه انسان ته ګمراه ويل کيږي، يعنې لاره ترې ورکه او د تګ منزل مقصود يې معلوم نه دی.

په پخوا وختو کې انسانانو يو ابتدايي ژوند درلود چې په خوراک، څښاک،  خوب او جنسي مقاربت کې نغښتی و او ډېر توپير يې د نورو ژويو د ژوند سره نه و. په ګرمۍ کې به يې د ونې سیوري ته ډډه ولګوله او په يخنۍ کې به په غار ننوت. بس په وښو، ميوو، د ونو په پوستکو به يې خپله خېټه ډکه کړه، بيا يې د غوښې خوړلو عادت زده کړ. نو په ښکار وکړه، خام يې وخوره، ويده شه او خپله جنسي تنده ماته کړه به يې ګوزاره وه.

زما او ستا د مالکيت جنجال نه وو، چې موړ به شو ، نور به راضي و، د سبا او بل سبا غم يې نه درلود، هدف و، نه نقشه او نه وسايل.

مقابله او مبارزه يې هم فزيکي او انفرادي  وه، د ځنګل دستور چلېده. قوي به ضعيف را څملاوه او د خپل خواهش سره سم به يې رويه ورسره کوله.

لاکن د خپل ژوند د بقا لپاره د طبيعي موانعو او ستونزو لکه د موسمونو بدلېدل، د نورو ځناورو او ځنګلي حيواناتو موجوديت چې د انسان ژوند به يې د مرګ سره مخامخ کولو،  هر وخت خوراکي موادو ته لاسرسی نه  لرل او د مصؤنه او بې خطره چاپيريال فقدان د ننګونو سره  هم مخامخ و، چې بايد د مخې نه يې لرې کړي  او ژوند يې د  موجوده خطرونو د ضرر نه بچ پاته شي.

د هغو نعمتونو نه چې خالق لايزال انسان پرې نازولی عقل،  فکر کول  او د هغه په بنا د زده کړو وړتيا ده.

همدا عقل، فکر او زده کړه ده چې انسان يې د حيوان او نورو ذي روحو نه متمايز کړی دی او د همدې عقل، فکر او زده کړې د استعداد لرلو له برکته  يې د يوه ډېر ضعيف، تنبل، طفيلي او بې وسه حالت نه را وايست، ابتکار د عمل يې شروع  او د مغارو د ژوند نه د مرفه او هوسا حالت څښتن شو.

ددې خدايي نعمت (عقل , فکر، د زده کړې وړتيا)  درک او د هغې د فوق العاده او خارق العاده رول او مؤثريت نه خبرېدل د انسان تر ټولو لوی کشف او لاسته راوړنه د بشريت په تاريخ کې ده، چې  يو لوی تحول او انقلاب يې د انسان په ژوند کې راووست او دا جرائت يې ورکړ چې ددې قېمتي نعمت په مټ خپلو خيالونو او خواهشونو ته دعمل جامه ور اغوستلی شي.

د الله پاک ددې لورينې ( عقل او فکر ) په مرسته په دې وتوانیدلو چې  سمه نقشه طرح  او لازم وسايل جوړ ، اختراع او په کار واچوي  تر څو خپل هدف ته ځان ورسوي، ځکه هر هدف يوازې د سمې تګلارې او لازمو وسائلو په لرلو ميسريږي.

همدا د خيال او خواهش پوره کول خپل هدف ګرځول، هغې ته د رسېدلو معقوله لاره انتخابول او د مناسبو وسائلو نه کار اخستلو، انسانان په دې قادر کړل چې بې وزرو والوځي، بې لمبو وهلو په زرهاوو کيلو متره په بحرونو کې سفر وکړي، د مځکې زړه راو سپړی، د طبيعت د رازونو نه پرده پورته کړي  او د نورو  سيارو او د هغوی اقمارو ته د تګ خوب په واقعيت بدل کړي.

دا تحولات، تغيرات او انقلابونه چې د انساني عقل او فکر محصول دي نه يوازې په علمي،فني، تخنيکي، تکنالوژيکي او اقتصادي برخو کې  پياده شول، بلکې په سياسي او ټولنيز ژوند کې يې هم د شريک او بې خشونته ژوند کولو، نسبي ټولنيز عدالت پياده کولو، واک چلولو، سالم مديريت، ادارې او منجمنټ راوستلو  مرام  ته د رسېدو لپاره د زړو، ناکاره او مصيبت باره میتودونو( استبداد ، ديکتاتوري ) او وسائلو (اسلحه، زندان، فشار، ترور، وژل او د زور  استعمال) په ځای يې نوې طريقې او وسايل د ټولنيز شريک  ژوند لپاره پيدا تر څو په عملي کولو يې  ټولنې ته سوله ثبات او  رفاه راوستل شي.

واک او د واک مالکيت او دې واک ته د  رسيدو  طريقې او وسايل يې بدل کړل او په نوي شکل يې تعريف او قبول کړل ، تر څو په ټولنه کې د ټکرونو ، وينې تويولو او دښمنيو سلسلې ته چې  ديکتاتوري  سلوک و، د پای ټکی کېږدي.

د سياسي واک اصلي منبع او مالک چې پخوا ديکتاتوران او مستبدين وو، ولس وګڼل شو او دې واک ته د رسېدو خشنې، قهر امېزه، ظالمانه طريقې او وسايل يې(اسلحه، زور او فشار )يې رد او د مسالمت اميزه، په عقل برابره، منطقي اصولو ولاړ سالم رقابت له لارې يې اشخاصو او ډلو ته دا فرصت ور زده او برابر کړ  چې د جنګ او زور وهلو په ځای، د ټولنې  عام خلک (ولس) بايد د اشخاصو او ډلو   وړتيا او ظرفيت  چې د واک او مديريت د لاسته راوړلو  مقصد لري‌ و ارزوي او د دوی ( خلکو ) په رايه به لايق او وړ اشخاص او يا ډلې تثبيت، تائيد او ماموریت کيږي، په کړنو به  يې نظارت کوي او د ماموريت د دوام او يا ختم فيصله به هم د ولس له لوري کيږي.

په دې شکل يې د استبدادي حاکميت  دود چې په ميراثي او فشاري شکل يې خپل وجود تحميلاوه او د ټولو بدبختيو متبع وه د ابد لپاره ختم او ټولنه يې د افت او مصيبت نه خلاصه شوه او په عوض يې ولسي اقتدار منځته راغی. سياسي قدرت د اغايۍ او بادارۍ په ځای د خدمت او چوپړ په مرجع بدل او ومنل شو.

هغو ټولنو چې د دېکتاتورۍ په ځای د ازادۍ او ولسي اقتدار لاره  ونيوله او د زور او اسلحې په عوض يې په ټولنه کې د پرتو ستونزو د حل د پاره  د عقل، تدبير او منطق په اساس د مباحثو، مذاکرو او تفاهم نه کار واخیست. د سياسي واکدارۍ حاصلول يې د اشخاصو او ډلو لپاره  يوازې د سم  خدمت، کاري ظرفيت او مهارتي وړتيا لرل معيار وټاکل، د ژوند په ټولو علمي، تخنيکي، ټکنالوژيکي، سياسي، اجتماعي او اقتصادي ساحو کې د هيښوونکو لاسته راوړنو او برياوو سره مخامخ شول. د خپلمنځي زور ازمويلو په ځای يې خپل استعدادونه او قوتونه د کشف، اختراع، ابتکار او تحقيق په لوري متمرکز کړل او خپلې ټولنې او اوسيدونکي يې د فقر، احتیاج او نورو ته د لاس نيولو نه خلاص او  د يوه مطمئنه، اسوده او مرفه ژوند څښتنان يې کړل.

لکن هغو ټولنو او مسؤلينو يې چې د پخوانيو استبدادي  طريقو او وسائلو د بند نه ځانونه ازاد نه شوای کړای، د تمدن د کاروان نه پاته، په خپلمنځي دوښمنيو کې ګير  او مصيبت باره حالت يې تغير ونه کړ، چې زموږ هېواد افغانستان هم ددې بدبختو هېوادونو په کتار کې راځي.

فعلآ زموږ افغانانو د پاره دا سوالونه مخې ته پراته  دي چې ولې موږ همېشه د مصيبت سره مخامخ يو، علت يې څه دی او څنګه به ځانونه ځنې خلاص کړو؟

موږ افغانان هم د جهاني انساني ټولنې يو جز يو او د نورو په شان  عقل، فکر، خيالات، اهداف او ارمانونه لرو مګر په خپل ټول تېر تاريخ کې مو ښه ورځ نه ده ليدلې او د يوم البهتر په ځای د  يوم البدتر په سرنوشت اخته يو. يوه ظلم او ستم ته ځواب ووايو ، خو بل په ځان حاکم کړو حال دا چې  نه په جسمي لحاظ د نورو سره توپير لرو او نه د عقل د زوال سره مخامخ يو، خو په عاميانه لهجه پښه مو په لوټه نه ده لګېدلې، بې له تېږې نه.

دا درسته ده  چې موږ هم د نورو په شان د ښه، ارامه ، پرمختللي، هوسا او مرفه ژوند چې د‌ عقل تقاضا ده هيله لرو او  داسې ژوند ته د رسېدو د پاره هلې ځلې او تلاش کوو، مګر سره له ډېرو تلاشونو، جدوجهد او مبارزې بيا هم ناکام، مايوسه او په بده ورځ اخته يو.

کوښښونه، خواريانې او مبارزې مو د مثبت او قناعت بخشه نتيجې په ځای منفي شي او نارضياتي راته په برخه کړي. د ستونزو د حل په عوض مو مشکلات نور هم مغلق او پيچيده کيږي.

ددې بدبختيو علت او د يوه اسوده، سوکاله او متمدن ژوند  هدف ته د نه  رسېدو لپاره ستونزه زموږ په تګلاره او وسائلو کې ده.

زموږ تګلارې او نقشې او د‌ هغوی د پياده کولو وسائل غلط او سم نه دي. موږ په يوويشتمه پېړۍ کې ژوند کوو، خو د ژوند کولو طريقې ( همغه ديکتاتورانه) او وسايل (زور ، اسلحه او فشار) مو د زرهاوو کلونو زاړه، وراسته او فرسوده دي او د خپل تاريخ په دې اوږده موده کې په‌ دې نه يو توانيدلي چې د عصر د مقتضياتو مطابق د خپل مشکل د حل د پاره نويې نقشې-تکلارې جوړې کړو او مناسب وسايل خلق او ور څخه کار واخلو.

استبدادي طريقو او وسائلو يې زموږ ذهني قلمرو اشغال کړی دی او د ټولنې  د بې سواد نه نيولې تر باسواده، د مدرسې نه نيولې تر مکتبه، د ملا نه نيولې تر ښوونکي، د ديني سکالر نه نيولې تر ساينسي متخصص او محقق پورې، د شاعر نه نيولې تر ليکواله، د کورنۍ نه نيولې تر ټولنې، ټول افشار او طبقات يې  مسموم کړي دي او د خپل شغل او مسؤليت په دايره‌ کې د دېکتاتورانه ميتودونو او وسائلو په‌کارولو لګيا دي.

هر کار کې د روزنې، پالنې، مدیریت، منجمنټ او ټولنيز برخورد نه نيولې تر دولتدارۍ او سياست پورې د جبر، زور او آمرانه- جابرانه سلوک نه کار اخلو او د  سوټي، دورې، چاړې او ټوپک په وسيله غواړو خپل خيالونه او نظرونه پياده کړو. ځکه زموږ په ذهن کې د زیږیدو نه تر لوئيدېدو پورې يوازې همدا تصوير په ټولنه کې د دېکتاتورانه روابطو او اعمالو له وجهې پروت دی.

موږ همدا طريقه د خپلو اسلافو او د ټولنې د رهبرانو ( پلار ، اکا ، امام ،معلم، ملک، خان، دولتي مامور او د اداری د تشکيل  مشر) نه زده کړې ده او همدا شان روزل شوي يو او بله طريقه نه چا را ښودلې ده او نه مو ليدلې ده،  نو چې د يوه هدف لپاره سمه تګلاره او وسايل يې څوک و نه پېژني او محسوس يې نه کړي  طبعأ به يې لاره د کعبې په ځای ترکستان ته وي او مصيبت به يې  کمافی السابق دوام لري.

اوس ددې حالت نه د خلاصون لپاره څه بايد وکړو چې ټولنه د مسلسل مصيبت او عذاب نه نجات پيدا کړي او زموږ ولس د سکون او ارامۍ ساه واخلي، هيلې او ارمانونه يې  پوره شي. د دنيا د خلکو په شان په خپلو پښو ودرېږي. په خپل برخليک حاکم او خپل خدای ورکړي  فکري او جسمي استعداد، قوت او وړتيا د ځان او ټولنې د نیکمرغۍ، ترقۍ ، هوسايۍ او رفاه، د وطن سمسورتيا او ابادۍ د پاره په کار واچوي.

د روان مصيبت نه د خلاصون هدف ته د رسېدو  لپاره موږ يوه بنيادي ريفورم، تجديد نظر او تغير ته په خپل شخصي، ټولنيز ، روزنيز ، تعليمي، سياسي او اقتصادي ژوند کې ضرورت لرو او هغه دا دی چې خپلې تر اوسه پورې په کار وړل شوې تګلارې چې  استبدادي، قهر امیزه  او دېکتاتورانه دي او وسايل يې چې زور، وسله او فشار دی نورې ترک کړو او په ځای يې په  ټولنه کې د فردي ازادۍ او حقوقو په نظر کې نيولو سره د عقلانيت، مباحثې، تبادل نظر، مفاهمې او موافقې په بنياد د کورنۍ نه نيولې تر هېواده پورې خپل روابط او تعاملات جوړ کړو. د تشو جذباتو، احساساتو او هيجاناتو نه تېر او تصميمونه او فيصلې د‌ عقل په بنياد وکړو.

خپل ځان د استبدادي او دېکتاتورانه طريقو او وسايلو نه يې چې زموږ ذهن يې اشغال کړی دی ازاد کړو.

د مسايلو د حل لپاره د زور، تهديد، ډار او قهر په ځای د منطق، زغم، احترام، اطمینان، مينې او يو د بل د منلو  د هنر زده کړو او استفاده ترې وکړو.

د يو د بل د وژلو او محو کولو د مسابقې په عوض د ملک د ابادۍ، ترقۍ، د ولس د خدمت، علم، تخنيک ، تکنالوژي ، فني او مسلکي زده کړو په برخه کې رقابت او اتلولۍ وکړو، تر څو راتلونکی نسل مو د داسې مصيبتونو او عذابونو نه چې موږ او زموږ اسلاف ورسره لاس او ګريوان و، ورسره مخامخ نه شي او ټولنه د جګړو او مسلحانه برخوردونو د ډګر په ځای د امن او نېکمرغه ژوند په ساحه بدله شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x