افغانستان

عمران خان: تر خپل توانه د افغان سولې بهیر کې مرسته کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان د کابل حکومت له مشر اشرف غني سره له ليدو وروسته ګډې خبري ناستې ته وويل، چې اسلام اباد تر خپل توانه د افغان سولې بهير کې مرسته کوي.

عمران خان له اشرف غني سره ګډې خبرغونډې ته وويل:«له تېرو پنځوس کلونو راهیسې مې کابل ته د راتلو اراده وه، خو ولسمشر غني بلنه راکړه او دا دی د باور جوړونې په موخه کابل ته راغلی یم.»

اشرف غني هم دغې خبرغونډې ته وويل، چې کابل او اسلام اباد بايد يو بل ته درناوی ولري او په ګډې شته ستونزې حل کړي.

عمران خان په افغانستان کې د جګړې په زياتېدو هم اندېښنه وښوده او زياته يې کړه، چې د پاکستان حکومت او ولس په ګډه افغانستان کې د سولې او کرارۍ لپاره هڅې کوي، ځکه چې افغانان تر هر چا زيات ځورېدلي او سولې ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه: «افغانستان او پاکستان بايد په شريکه طالبان وهڅوي، چې سولې ته نور هم غاړه کيږدي.»

اشرف غني هم دغه خبرغونډه کې وويل، چې کابل او اسلام اباد بايد يو بل ته درناوي وکړي او په ګډه د سولې بهير بريا ته ورسوي.

غني زياته کړه، چې دوی د ټولشموله اوربند په لټه کې دي، نور بايد تاوتريخوالی پای ته ورسيږي او په تېرو وختونو کې چې کومې ستونزې وې، نور بايد له منځه ولاړې شي او په ګډه د سولې روان بهير بريالی کړي.

د دې سفر موخه څه ده؟

عمران خان وويل، چې کابل ته د باور جوړونې په موخه راغلی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند وياند صديق صدیقي ويلي، د دغې ناستې ډېر تمرکز به په ټرانزيټ او سوداګرۍ وي، خو دوی هيله لري، چې د سولې په تړاو به د پاکستان په دريځ کې بدلون راغلی وي او په دې اړه ترې د مثبتو ګامونو اخيستو هيله هم لري.

دوه ورځې وړاندې د عمران خان د سوداګريزو چارو سلاکار رزاق داود هم کابل ته راغلی و او دلته يې له چارواکو سره په مهمو اقتصادي چارو بحثونه کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت کابل ته د عمران سفر په اړه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې له ولسمشر اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره د عمران خان او پلاوي ليدنه کې به د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا، د سولې بهير او د سيمه‌ييز اقتصاد د پراختيا په موضوعاتو بحثونه وشي.

د عمران خان د راتګ له امله په ټول کابل ښار کې ټولې دولتي ادارې رخصت دي او د حکومت له لوري پراخ پروټوکول ورته نیول شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

هیڅکله به نه عمران هغه څه ووایی چه اراده یی لری اونه اشرفغنی ولی دواړه خودغرزه اوهریویی پخپل ملک کی دنفرت انتهایی درجی ته رسیدلۍ دۍ نه عمران هغه څه په ملک کی عملی کړل چه عواموته یی وعدی ورکړی اونه اشرفغنی دواړه دیوه خره غوږونه دی فقط په دی خوشحاله دی چه یوه شپه پرقدرت پاته سی دملک دعواموددرپدرۍ په غم کی ندی ،دضیاءالحق شهیدپه وخت کی یوډالر ۱۴پاکستانۍ روپۍ وودعمران په حکومت کی یوډالر۱۶۰ پاکستانۍ روپۍ دۍ دهرشی نرخ ترلس چنده زیات سوی دۍ دعواموترقدرت وچه ډوډۍ وتلی ده رشوت ترلس چنده اوښتۍ دۍ هردفترته چه ورسی ستادمصیبت… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

عبدالواحد صاحب ، ستاسی خبره سمه ده، د کابل غلامه اداره خو لا اوس هم د واده شپو کی قرار لری مګر هیواد مو تر هغی چه مقاومت دوام لری اشغال مګر خپلواک دی مقاومت د خپلواکی په معنی دی غلامان مقاومت نشی کولای او بیا داسی بریالی مقاومت چه نړیوال استعمار یی په زنګونو او وتلو ته مجبور کړو. مګر پاکستان له موره غلام زیږیدلی، انګریزان پکی فزیکی حضور نه لری مګر دا چه مقاومت ختم شوی او د انګریزانو سکولر نظام پکی حاکمیت لری حکومت او ملت یی دواړو غلامی منلی. مګر دا چه غلامی کی تجربه لری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx