
غلو په انګلستان کې د ایپل شرکت له توکو ډک ټرک غلا کړی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د انګلستان پولیسو د سه شنبې په ورځ ویلي چې دوی د هغه غلو په لټه کې دي چې د ۵ ملیونه پونډه (۶.۶ ملیونه ډالرو) په ارزښت د ایپل امریکایي شرکت توکي غلا کړي دي.
پولیس وایي چې غلو د موټر چلونکی او امنیت ساتونکی تړلي او ټرک یې له توکو سره ځان سره وړی دی.
غلو د سه شنبې ماښام ناوخته د انګلستان په نارتمپشایر موټروی د ایپل شرکت له توکو ډک ټرک غلا کړی، چې له هغې ځایه بل او همدارنګه دریم موټر ته انتقال کړي او نامعلوم ځای ته وړي دي.
که څه هم پولیسو د کامرو له لارې د غلو لاره معلومه کړې، خو هغوی په دریو موټرو بدلولو له پولیسو هم لاره غلطه کړې ده.
د پولیسو په وینا دوی د توکو پلورلو لپاره له هغه چا سره خبره کوي چې په کمه بیه او یا پرته له کومو شرطونو دغه توکي پلوري.
عموما بې وزله هېوادونه په غلا او فساد تورنیږي خو دا ناممکنه نه ده چې د انګلستان او نورو سترو پرمختللي هېوادونو په څېر هېواد کې هم دغه ډول پېښې په پراخ ډول ترسره کیږي.