افغانستانسولې اړوند خبرونه

تركيه: د سولې له رامنځته شوي فرصت دې ګټه واخیستل شي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل): ترکیه وایي، د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده؛ نو ځکه باید له رامنځته شوي فرصت سمه ګټه واخیستل شي او بین الافغاني مذاکرات بریا ته ورسول شي.

د ترکیې د دفاع وزیر «خلوصي اکار» او د بهرنیو چارو وزیر «مولود چاوش اوغلو» د کابل د پخلاینې عالي شورا له مشر «عبدالله عبدالله» سره چې د افغان سولې لپاره د ملاتړ جلبولو په نامه هلته تللی؛ په خپلو  لیدنو کې ویلي، چې ترکیه د افغان سولې په پروسه کې د افغانانو تر څنګ ده او د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه بولي.

د ترکیې چارواکو په دوحه کې د روانو خبرو د ملاتړ تر څنګ په افغانستان کې د جګړې په زیاتوالي هم اندېښنه ښودلې او هیله يې څرګنده کړې، چې د افغان سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت سمه ګټه واخیستل شي.

ورته مهال عبدالله عبدالله د ترکیې دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ته د سولې د روانو مذاکراتو وروستی وضعیت وړاندې کړی او له هغوی یې مننه کړې چې د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

ترکیه داسې مهال د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت د ګټې اخیستلو غږ کوي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونه له تېرو دوو میاشتو راپدېخوا مذاکراتو ته ناست دي او هڅه کوي د افغانستان جګړې ته  د خبرو له لارې حل ومومي.

د مذاکراتو بهیر که څه هم په دې وروستیو کې په پڅ ډول روان و او د پام وړ پرمختګ یې نه درلود؛ خو ویل کېږي، تازه دواړه مذاکراتي ټیمونه تر دوه میاشتنیو چنو وروسته د ناستو د طرزالعمل په اړه سلا شوي او ښايي په راتلونکو څو ورځو کې يې په اړه اعلان وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د سولی له فرصت څخه دی ګټه واخستیل شی. ترکیه دی دا خبری چا ته چی هغوی خپلی ملی ګټو نسبت وشحصی ګټو ترجیع ورکوی. افغانان خپلی شخصی ګټی بهتره له هر څه ګڼی. بیا دغه دواړه فریقه چی قطر کی سره ناست دی #####

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx