افغانستان

بدخشان: د مایمي ولسوالۍ امنیه قومندان په ګډون ۲۱ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل) د بدخشان ولایت مایمی ولسوالۍ چارواکي وايي، د یوې سختې نښتې پایله کې ددې ولسوالۍ امنیه قومندان او ملي امنیت مدیر په ګډون ۲۱ پولیس وژل شوي او د ولسوالۍ مرکز هم طالبانو نیولی دی.
د مایمی درواز ولسوال کامبیز قرباني رسنیو سره د خبرو پرمهال ددې خبر په تایید سره ویلي، چې طالبانو نن سهار وختي د ولسوالۍ په مرکز او دفاعي پوستو له څو اړخونو بریدونه پیل کړل، چې له سختې نښتې وروسته د ولسوالۍ مرکز سقوط کړی.

په ورته مهال یوې سیمه ییزې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د مایمي ولسوالۍ په نښته کې ددې ولسوالۍ امنیه قومندان محمدالله، د ملي امنیت مدیر او د محلي پولیسو(اربکیانو) عمومي قومندان جمهور الدین او د هغه  د زوی پرویز په ګډون ۲۱ دولتي عسکر وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د مایمي درواز یوه له هغو دوو سرحدي ولسوالیو څخه ده چې ګاونډي هېواد تاجکستان سره پوله لري او وخت ناوخته په کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ نښتې رامنځ ته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx