افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طالبانو او امریکا توافقنامه د بین الافغاني مذاکراتو د بنسټ په حیث منل شوې

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل): په قطر کې یو شمېر سرچیني وایي، له اوږدې مودې ځنډ او مخالفت وروسته د کابل مذاکراتي ټیم منلې چې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوی تړون به د بین الافغاني مذاکراتو د راتلونکو توافقاتو لپاره بنسټ وي.

له تېرو دوو میاشتو راپدېخوا په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونه د خبرو مېز ته ناست وو؛ خو دا چې د کابل مذاکراتي ټیم د طالبانو او امریکا توافقنامه د خبرو د بنسټ په حیث نه منله؛ له امله یې په مذاکراتو کې پرمختګ په ټپه ولاړ وو.

تازه له دوحې څخه یو شمېر سرچینو «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د تېر کال په فبروري میاشت کې لاسلیک شوی تړون د بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې د کېدونکو توافقاتو لپاره د بنسټ په حیث منل شوی.

د سرچینې په خبره، داسې تمه وه چې دواړه لوري به هوکړې ته د رسېدو اعلان د رسمي اعلامیو له لارې کوي؛ خو د کابل د ټیم په غوښتنه طالبانو هم توافق ته د رسېدو په اړه د خپرېدونکې اعلامیې خپرېدل ځنډولي.

د کابل پوهنتون استاد «اسد وحیدي» وایي، د تېرې یکشنې په ورځ د کابل د مذاکراتي ټيم غړي د یوه طالب چارواکي په کور کې میلمانه وو او همالته د شپې ناوخته دواړه لوري  د طرزالعمل د اصولو په اړه توافق ته هم ورسېدل.

طالبانو ته نږدې د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال «خالد ځدران» پر ټویټر لیکلي، چې د کابل د مذاکراتي ټیم مشر «معصوم ستانکزی» په بیړني ډول کابل ته غوښتل شوی؛ خو په دوحه کې يې د طالبانو د مرکچي پلاوي له مشر «شیخ عبدالحکیم» سره ژمنه کړې چې کړي توافق ته به ژمن پاتې کېږي.

د خالد په خبره، که چېرې د طالبانو مقابل مذاکراتي پلاوی شوي توافق ته ژمن پاتې نشي؛ جګړه به نوره هم سخته شي.

https://twitter.com/khalidzadran15/status/1329441272533291011?s=20

د کابل مذاکراتي ټیم  وروسته له هغه د طالبانو او امریکا توافقنامه د خبرو د بنسټ په حیث مني، چې څو ورځې وړاندې امریکا له افغانستانه د خپلو زرګونو عسکرو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه او یاده یې کړه، چې د نوي کال د لومړۍ میاشتې تر نیمایي پورې افغانستان کې د مېشتو امریکايي عسکرو شمېر دوه زره پنځه سوه ته راټیټوي.

د پنټاګان له لوري د امریکايي عسکرو د شمېر د کمښت تر اعلان وروسته د امریکا د امنیت شورا سلاکار «رابرټ اوبراین» وویل، چې په افغانستان کې پاتې عسکر به د امریکایي سفارت او ادارو ساتنه کوي او ولسمشر ټرمپ هیله لري چې هغوی هم د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې «هغه نېټه چې طالبانو په تړون کې د بهرنیو عسکرو د بشپړې انخلاء لپاره مشخصه کړې» په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

ورته مهال د کابل حکومت چارواکي وایي، د نړیوالې ټولنې له لوري ورکړل شوې مرستې هم مخ په خلاصېدو دي او په داسې یو حالت کې د جګړې زیاتره بوج د دولتي عسکرو په اوږو دی ښايي نړیوال نور له حکومت سره مرستو ته زړه ښه نکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

څوک شته چی ووایی: د طالب او امریکی توافقنامه چی د بین الافغانی مذاکراتو د بڼست په صفت منل کیږی نو اسلامی او شریعی اړخ به یی څه وی؟ بڼست باید اصل جهاد او مبارزه وشمیرل شی، د افغان ملت قربانی او اثار باید بڼست شی نه له کافرو سره موالات او دوستی. دی کی د طالباان لاس ته راوړنه څه ده چی پی خوشحاله دی؟ بدون له احساساتو لکه سړی ځواب راکړی. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx