نړۍ

خیبرپښتونخوا: وسلوالو دقومي ملیشو یومشر اودهغه زوي په دزو سره ووژل

TRIBAL_MILISIA(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۸)خار: تیره ورځ نامالومو وسلوالو په باجوړ ایجنسي کي دوسلوالو طالبانو په وړاندي دجوړي شوی ملیشي یو مشر له خپله زویه سره یوځاي په ډزو سره ووژل، حکومتي چارواکو خبرورکړي دي چي ښاغلي افسرخان له خپل یو زوي سره یوځاي په باجوړ ایجنسي کي دافغانستان له پوله سره څیرمه یوه پوسته باندي کومه چي دنوموړي دملیشو له لوری ساتل کیدله ولاړ وو، ناببره له ۱۵ څخه ترشلو پوري وسلوالو کسانو پوسته باندي برید وکړ چی له کبله یی افسرخان اوزوی دواړه ځاي پرځای ووژل شول.

په سیمه کي دپولیسو یوه چارواکي فضل ربی رسنیو ته وویل افسرخان له هغو رضاکارانو قومي مشرانو څخه وو چي دوي میاشتي مخکی یی په سیمه کي دوسلوالو طالبانو کورونوته اورونه اچولي وو، پاکستان عسکر له تیرو څو کلنو څخه په سیمه کي له وسلوالو سره په جګړه اخته دي چی تراوسه پوری لا وسلوال په دي توانیږي چی کله کله دعسکرو په وړاندي په وسلوال برید لاس پوري کړی، خو په دي ورستیو کي پاکستاني چارواکي تورلګوي چي وسلوال دپولي له هغي خوا څخه را اوړي بریدونه کوي بیرته اوړی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x