افغانستان

سرتیري برید ۱۵ بهرني ځواکونه مړه او ژوبل کړي

نن ټکی آسیا: د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې نن سهار سرتیري برید بهرنیو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.

دغه سرتیری برید سهار مهال ۸ بجې قلندرخیل نومې سیمه کې رامنځته شوی.

ایساف وايي چې په برید کې لږ تر لږه ۴ د ایساف عسکر وژل شوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې برید د دوی یو ملګري د چاودیدونکي توکو څخه ډک واسکټ پر مټ ترسره کړی.

د مجاهد په وینا برید په هغو ځانګړو امریکايي ځواکونو ترسره شوی چې سیمې ته د دوی لټولو پسې راغلي وه.

مجاهد زیاتوي چې تر برید څو ساعته مخکې دوی د  باګرام په هوايي ډګر ۲ توغندي ویشتي وه.

طالب ویاند وايي چې په برید کې ۱۵ ځانګړي امریکايي ځواکونه وژل شوي او ټپیان شويدي.

د بګرام ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال محمد معصوم فرزه يي د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په پېښه کې ملکي او نظامي وګړي وژل شويدي. د معصوم په وینا برید کې ۲ د اردو عسکر وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.

د نوموړي په وینا برید کې بهرنیو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره ورته مالومه نه ده.

سمونوال معصوم زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه پر بګرام پوځي اډې راکټ ويشتى و او نن سهار افغان او بهرنيو ځواکونو د ساحې د پلټلو په موخه قلندرخېلو ته راغلي وو چې چاودنه پرې وشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x