روغتیا

افغانستان کې د کرونا ویروس دوهمه څپه رسما پېل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ۲۵۳ نوې پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني نن پنجشنبه په یوې خبري غونډه کې وویل، «په افغانستان کې د کرونا ویروس دوهمه څپه د نورو هېوادونو په څېر رسما پېل شوې ده، چې له بهره د ټولو راتلونکو مسافرو د کرونا ازموینه به اجباري وي».

هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس دوهمه څپه کې د خلکو اقتصادي حالت ته په کتلو د سل سلنه قرنطین رامنځته کېدو پلان نه لري، خو ددې ناروغۍ مخنیوي لپاره به له خلکو د ټولو روغتیایي لارښوونو پلي کولو غوښتنه کوي.

د عامې روغتیا وزارت څو ورځې وړاندې د ساري ناروغۍ مخنیوي لپاره د ودونو په تالارونو د یوې میاشتې لپاره بندیز ولګاوه.

اوسمهال په نړۍ کې د څلورو نړیوالو طبي شرکتونو څخه د کرونا ضد واکسین د وروستي ازموینو په حال کې دي، دوی اعلان کړی چې دغه واکسین یې خلکو ته تر ۹۵ سلنه خوندیتوب ورکوي.

د روغتیا سرپرست وزیر وایي، «افغانستان هم د هغو ۹۲ هېوادونو په لیست کې دی چې د واکسین نړیوال سازمان غړیتوب لري، واکسین به د ۲۰۲۱م کال تر نیمایي بازار او د کال تر پایه به د افغانستان ۲۰ سلنه وګړو ته ورکړل شي».

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې له بهر څخه د راتلونکو مسافرو د کرونا ازموینې خبره کوي چې هره ورځ د طورخم او چمن پر فرضي پولو زرګونه افغانان له پاکستان څخه او له افغانستان څخه پاکستان ته ځي، خو تر دې دمه د ازموینې سربېره هیڅ ډول لارښوونې نه دي عملي شوي.

افغانستان کې له تېرې اوږدې مودې راهیسې د کرونا مثبتې پېښې له لسګونو څخه سلګونو ته رسېدلي او د مړو شویو شمېر هم زیات شوی دی، او د کرونا ویروس په تړاو روغتونونو ته د مراجعه کونکو شمېر د پخوا په پرتله لس سلنه زیات شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت پر بنسټ د نومبر میاشتې په ۱۵مه نېټه ۲۲۸، په ۱۶مه نېټه ۲۱۳، په ۱۷مه نېټه ۲۴۳ او په ۱۸مه نېټه ۲۵۳ پېښې ثبت شوي دي، په دې سره د ټولو پېښو شمېر ۴۴ زره او ۱۷۷ ته، په داسې حال کې چې د مړو شمېر ۱۶۵۰ ته پورته شوی دی. اوسمهال هېواد کې د کرونا فعال ناروغان ۷۱۸۸ دي.

د افغانستان په همسایه هېواد پاکستان کې هم له تېرو دوه اونیو راهیسې د کرونا ویروس مثبې پېښې د تېر په پرتله په چټکۍ خپریږي، چې د سترو ښارونو په یو شمېر سیمو کې یې د سمارټ لاک ډاون او پر نورو فعالیتونو بندیزونه لګولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x