نظــر

پاکستان؛ په دومره جنډو نه ارزي!

استاد محمد زمان مزمل

عنوان د هغه ملت تآثر ده چې څلویښت کاله مخکې یې د پاکستاني ملت د همکارۍ او کوربتوب او د شوروي د تجاوز په مخنیوي کې پخپلو همکاریو پاکستان د افغانستان د اوله درجه مخالف هېواد نه اوله درجه دوست هېواد ته پورته کړ،  ولې د ګورنرهاوس په نیمګړي پرېکړه یې افغانستان د داسې یوه حکومت او پوښښ لاندې کړ چې په درې کلونو کې یې هغه د نجیب د قرنطین کابلۍ جغرافیه هم تر پوښښ لاندې نشوای کړلئ او تر دې لوی خام کار یې دا وو چې د همدغه حکومت پر ضد چې دوئ ډیزائن کړ مخالفین یو د بل پسې تر شا وډبول.

منم چې په کابل کې حکومت او د هغوی د وخت اپوزیسون تر پاکستان په لویه غلطۍ کې روان وه کابل او مخالف دواړو پکې دا حساسیت درک نکړ چې د شوروي د لښکرو فارغ افغانستان نور د نظامي اینډې ظرفیت نلري.

ددې پر ځای چې په یو سیاسي اخ و ډب کې افغانستان ثبات ته بوځي دغه مرکزي او مخالفو ډلو له خپل هېواد تر پاکستان لویه جفا وکړه.

د پاکستان خبره دلته بیا له سره نیسو او هغه دا چې پاکستان په دویم امریکایي پړاو کې هم د امریکا اوله درجه دوست وه او هم په کابل کې د کابل د مخالفینو اوله درجه ملاتړ وه.

پاکستان دغسې یو حساس کردار چې د افغانستان په داخل کې ۸۰% پرګنې ورسره حساسې شوې پاکستان دا سیاست د بهرنیانو د وتلو په موخه کیدای شي کړی وي ولې په تورخم کې د افغانستان د ولسي خلکو سره او بیا په خپلو سفارتو او قونسلګریو د ویزو په مهال او د میوې او سبزۍ د صادرولو په موسم کې د زرهاوو کانټینرو ظالمانه قرنطین او تر دې بد دا چې په افغانستان کې د یو مرکزي حکومت له راتګ مخکې ډیورنډ په ازغن ډیورنډ بدلول دا هغه څه وه چې د افغانستان دوست پاکستان یې د افغانانو په نظر کې هغه ځای ته راټیټ کړ چې زما غوندې د شل کلن مهاجر لپاره هم د پاکستان لپاره د خوږې خبرې ځای پاتې نشو.

کابل چې له یوې خوا د پاکستان سره د مخالفت دیراا ډنګوي او د بلې خوا په ازغم ډیورنډ چوپ دی دغه حګومت ته پکار نه وو چې د عمران خان په سفر کې دومره جنډې پورته کړي چې د هېچا په زړه او خاطر ښې نه پرېوتې.

موږ له همسایګانو سره باید خپل روابط او مناسبات ښه کړو او باید ښه یې کړو ولې نه د ملتونو د غرور او عزت په معامله.

عمران خان باید پوه شي چې تر لسو وعدو وروسته چې تورخم او ویزې اسانه کوي بیاهم ددوی په ګاونډ جلال اباد کې زموږ د یوولسو زنانوو قاتل همدا پاکستانیان دي ځکه په دغه طریقه ویزې نه په رونډا کې رواج لري نه په اسرائیلو کې.

چاچې دا دومره جنډې لګولې لاس دې وچ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

قدرمن استاد کور دې ودان د نښو منځ دې ویشتیپه علم او قلم دې برکت

احمد

مطلب دا وو چې نښو منځ دې ویشتی

مختار

د نن ټکي آسیا څخه مو هیله دا ده چې یو ځل یو تحلیل او یوه تبصره پخپله مرور کړي چې آیا د لوستلو ارزښت لري او کنه، وروسته بیا هغه لیکنې خپرې کړئ چې د خلکو وخت ضایع نکړي او نه ستاسو د پاڼې کیفیت راټیټ کړي. دا د استاد څلورمه او که پنځمه لیکنه ده چې لولم یې او په لوستلو یې پیښمانه کیږم.
مننه

مختار

د ویزو مشکل خو دې خپلو خلکو جوړ کړئ. د جنرال جرئت په نامه کوم کس دی د هغه عسکر خلک وهی، ډبوي او بی عزته کوي او پیسې ترینه اخلي. په تورخم کې هاخواه ملیشې چې د افغان عسکرو چلند له خپلو خلکو سره ګوري هغوي هم جرئت پیدا کوي چې ورته چلند وکړي، کنه د طالبانو په وخت کې ولې چا له اوښتونکو افغانانو سره بد چلند نه کاوه؟ زه د پاکستان پلوي نه کوم خو مونږ تر هغوی ډیر ظالمان یو. مونږ باید ځانونه اصلاح کړو لدې څخه مخکې چې په نورو انتقاد وکړو.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx