افغانستان

کندهار کې غبرګو چاودنو ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل): نن ماخوستن په کندهار ښار کې د ۲ غبرګو چاودنو له کبله د پولیسو د دوو چارواکو په ګډون ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دا پېښه نن ماخوستن د درېیمې حوزې عمومي چوک ته څېرمه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې یو حمام کې لومړی د بوتلي ماین چاودنه وشوه، وروسته چې کله پولیس د پېښې ځای ته ورسیږي د موټرسایکل بم دوهمه چاودنه شوې ده.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، په دغو چاودنو کې ۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او د درېیمې حوزې د پولیسو معاون، د ټولي قومندان، د دوو پولیسو او ۱۶ ملکیانو په ګډون ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د پېښې ځای ته نور پولیس رسیدلي او د پېښې په هکله یې څېړنې پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

یو همدا پنجابی هنر پاتی وه بوتلی ماین همدا هم وشو. جومات کی بمب، لنګی کی بمب، کتاب کی بمب، قران کی بمب، کلینک کی بمب، موټر کی بمب، دخر په شام بمبونه، په کڅوړه کی بمب، ماشاالله دی ته وایی د سنت لار او په ریښتنی جهاد. دا چی د یوه کس په خاطر څومره بیګناه پکی وژل کیږی هیڅ پروا یی نشته مقصد چی خلک مړه که هر څوک وی. بیا دا کار چی اوس شوی دا به د کومو کافرو کار وی. مسلمانان خو داسی کار نکوی؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx