روغتیا

د آکسفورډ کرونا واکسین پر زړو خلکو زیات اغیزناک ثابت شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د آکسفورډ پوهنتون او استرازنیکا درملو شرکت له لوري په ګډه تولید شوي واکسینو پر لویانو کې قوي دفاعي سیستم ترلاسه کړی او څیړونکي تمه لري د روان کال تر دیسمبر ۲۵مې نیټې پورې د ازموینو وروستي مرحلې پایلې خپرې کړي.

لکه څرنګه چې کوویډ-۱۹ ناروغۍ د ځوانانو په پرتله زیات د زړو خلکو ژوند اخیستی او ژر پرې اخته کیږي، د آکسفورډ پوهنتون واکسین لومړنیو ازموینو د زړو خلکو د خوندیتوب هیلې زیاتې کړې دي.

تر دې دمه دغه واکسین په لومړي پړاو کې پر ۵۶۰ روغو کسانو چې عمرونه یې له ۷۰ کلنۍ پورته دي ازمویل شوي، او په راتلونکو اونیو کې به له دریو نورو ازمايښتي پړاوونو هم تېر شي.

د استرازنیکا درمل جوړوونکي شرکت او آکسفورډ پوهنتون لخوا په ګډه دغه واکسین چمتو کیږي او وايي چې پرمختللي هېوادونو ته به ددغه واکسین سلګونه ملیونه خوراکه/ډوزه د کاروني لپاره ورکړي.

د آکسفورډ پوهنتون واکسین د څیړنیزې ډلې مشر او مشره وایي، واکسین به د ناروغۍ هغه ډلې – چې زیاتې پر دغه ویروس اخته کیږي – په خوندي کولو کې مرسته وکړي، مګر ددې ډاډ ترلاسه کولو لپاره له دې زیاتو څیړنو ترسره کېدو ته اړتیا ده.

له دې څه موده وړاندې د امریکا فایزر او د جرمني بایونټیک شرکتونو په ګډه د واکسینو دریم پړاو پایلې خپرې کړې چې په وینا یې واکسین ۹۰ سلنه اغیزناک دي. د امریکا مودیرنا شرکت بیا ویلي چې واکسین یې ۹۵ سلنه اغیزناک دي.

دغه راز د روسیې حکومت هم اعلان وکړ چې ددوی سپوتنیک ۷» واکسین له نورو هغو پیاوړي دي او تر ۹۵ سلنه د خوندیتوب ضمانت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x