نظــر

طالبان؛ او په ژنیو کې د ګډون بایللی چانس!

استاد محمد زمان مزمل

هومره چې د امریکا او طالب تړون قیمت درلوده داسې او د اول ځل لپاره په ژنیوا کې د کابل حکومت تر څنګ د طالب حضور بله فتحه وه.

ولې نن چې د هغوی پر ضد بلا پروپاګنده وشوه او نښې نښانې ښئي چې د جګړو په خاطر به طالبانو ته پدغه کنفرانس کې د ګډون اجازه ورنکړي دا د تړون وروسته طالبانو اوله ناکامي ده.

زه خپله د امریکا او طالب د تړون وروسته پردې عقیده یم چې طالبان د خپلو مخالفینو سره د نرم چلند زاویه
انتخاب کړي او خپل مسائل قدم په قدم حل کړي او د طالب مشرانو کورونه له دغه پاکستان نه ددوی د غرور او عزت په خاطر یا کوم بل هېواد ته او یا په یو امنیتي سیمې په ټاکلو خپل هېواد ته راوړي.

د مجاهدینو په دوران کې په پاکستان کې د مجاهدینو کورونو پاتې کېدل دې ملت ته ډېر مسائل پیدا کړل.
پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته راغی که ددې سفر په پای کې طالبان یوې نرمې پالیسۍ ته ځي که څه هم دا یو تصادف وي خو تر معاملې به بد او بدنام تصادف وي.

حکومتونه ،پلازمینې خپلې موخې او خپل کردارونه لري.

زه خپله په دې ډېر حساب کوم چې د افغانستان مسله د طالب په هوښیارۍ او د طالب په نرمه رویه حل پیدا کړي نه د کابل او اسلام اباد په معاملګریو.

دا طالب چې امریکا او ناټو مات نکړ که کابل او اسلام اباد په یوه معامله او توطیه کې سره متحد شول طالبان به پوه شي چې د خپلو هېوادو په پلازمینو کې څومره زور ده.

باور لرم طالبانو به ددې لپاره حساب کړی وي مګر زه چې تېر دوه میاشتني تسلسل ته ګورم د مجاهدینو د دوران سیاسي وایروس د طالبانو مشرتابه ته سرایت کړی هغوی د قضیې حل په هاغو لارو غواړي چې
مجاهدینو پکې ځان په امریکا وساته.

د خپلو خلکو سره شکېدلی طالب او په فدایې او سنګر حساب کوونکی طالب دا درک کړي چې د ټرمپ له لښکرو فارغ افغانستان به د بش د دوران په شان د طالب خواخوږی کوربه پاتې نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

اوه ! دی خو بیا را پیدا سو ! نورو ته میاشتنی تنخواګانی ورکوی خو دیته لکه چی تر اوونی هم چټک ، ورځنی شنه لوټونه ورکول کیږی ، یا دادی چی کومه زړه او باطله عقده پالی او یا داچی عقل و فکر یی ټوله پر حسد ، تهمت او درواغو راټول سوی دی . هر څه چی وی . استاذه ! ۱-و کفارو ته لاس اوږدول او پکر کول هغه هم په شرطو سره د مجاهد او غیرتی افغان لپاره فتحه نه رزالت دی . ۲-دا د همدغو اوسنیو جګړو او فتحو ثمره ده چی طالبان یی بیا… نور لوستل »

عبدالمالک همت

دروند استاذ مزمل ښه درته وايي. د دغسي کسانو خبري د زړه له درده وي، ګران افغانستان د يو څو تنو نه دی ، ډېر کسان يې په غم شريک دي او دغو ته د دې هيواد د خواخوږو خاوندانو په سترګه ګورئ، نه د مخالف په سترګه له دې وو څخه انحنا او تملق نه، بلکي مشوره غواړئ او که دوی ته ارزښت ورنه کړئ، نه به تاسي او نه موږ، نه به هیواد وي.

غ.حضرت

جمیل خانه!
همدا شپږ ویشت ساعته شپږ دېرش دقیقې مخکی دی د مزمل صیب مخکنۍ لیکنه او دریځ ستایلی ؤ او هغه مو یوه استادانه دریځ بللی او ادعا دی کړې وه چی هر څوک ددې ددریځ د درک توان نلری
نو
نن څه پېښه سوه چی د همهغه مزمل صیب بل دریځ ته دی په ترخه سترګه کتلی دی؟
بله دا چی:
دروغ مه وایه، وولس اصلاً د طالب طرفدار او خواخوږی نه دی بلکه د طالب طرفداران فقط نړیوال استعمارګران او توطئه ګران دی او بس.

پتنګ

اولس خو دومره بیغیرته ده چې دالر ورکړې هر کار کوي د خلقیانو هورا هورا یې زدکړې ده هر ډول ته اتڼ کوي چې غوړه ډوډۍ پکښې درک ولري ! طالب خو که غوړه ډوډۍ ور نکړي نو ناموس او ننګ یې ساتي !
حضرت خانه طالبان اوس هغه غوړ څڼي ملایان ندي کوم چې تا په 1982 کال کې په هامبورګ کې لیدلی ، لیدلي وو !
د افغانستان د اولس بد بختي خو په 1978 کې شروع شوه چې تا په خپلو سترګو لیدلې ده !!

جمیل

محترم همت صاحب السلام علیکم ورحمةالله تاسو لیکلی استاذ مزمل ښه درته وایی !؟ په دی مقاله کی دی سر تر پایه طالبان ملامتوی او تحقیروی یی ، نشت او نیست یی کړل ، خو په ښکاره داسی څه نه تر سترګو کیږی لکه دی چی یی وایی. که د ده مطلب نصیحت او مشوره وی ، نو بیا خو دی کولای سی چی د طالبانو سره یی مستقیم شریکی کړی . د نورو په مخکی د یو چا عیبونه بیانول نصیحت او مشوره نه خیانت او بی عزتی ده ، هغه هم بیا چی عیبونه نه ، تهمتونه وی… نور لوستل »

مجاهد

په عمومی ډول ټولو انسانانو او ځانګړی ډول مسلمانانو او افغانانو ته : کل نفس ذایقته الموت ، هر نفس یا هر ژوندی شی مړ کیږی او حتی دغه مجموعی ژوند هم مرګ او ځنکدن لری چه اوس یی د ځنکدن شیبی دی دجال د مجموعی ژوند د ژوندی اخرو شیبو کی راوځی چه راوتی دی مونږ د دی وخت نیکمرغه انسانان همدغه طالب مشران او کشران او د هغوی د جهاد پلویان او د دی وخت بدمرغه خلک دجالی اشغلګر، د هغوی غلامان او د هغوی پلویان او بیا نور مذبذبه منافقین دی لیکونکی او د لیکنی په محتویاتو… نور لوستل »

شالو

او خلکه ( مجاهد صیب او جمیل خانه) لومړی، مونژ د امارت تاریخی قربانی ستایو حتی په نژدی او لری تاریخ که یی مثال نه وینو، او امارت ته په مراتبو ترجح ورکوو. دوهم، مونژ دا ملت قربانی ورکړی، ا مارت مشرانو ته کومه وحی نه کيژی چه دوی به نه خطاوزی، دا وطن د ټولو شریک کور دی. اسلام د ټولو شریک دین دی. ما مزمل صاب حتی مخامخ ملاقات ندی شوی، خو زه یقین لرم چه دا اوس د ټول امارت او جمهوریت مشری ورکوی نه اخلی، هغه یو تجربه شوی شخص دی. ټول افغانستان طالب فکره ندی،… نور لوستل »

جمیل

شالو خانه ! هغه چی د خیټی او نفس مزدوری کوی ، هغه چی جهاد نه منی ، مجاهد تحقیروی ، توهینوی یی ، بد الفاظ ورته کاروی او شپه او ورځ لګیا دی تجسس کوی چی په سپیڅلو او د دین او د هیواد په لاره کی د نفس او مال د قربانوونکو غیرتی او فدایی مجاهدینو عیبونه لټوی ، د تهمتونو او درواغانو سره یی په بیحیایی او بی پروایی سره بیانوی که هغه د سلفی فکره ، تبلیغی جماعت ، حزب اسلامی ، جمعیت اصلاح او د کفارو او د منافقینو له ډګره د مجاهدینو رټونکی ،… نور لوستل »

سلیم

مزمل صاحب ! ته ما ته دا وایه، طالب کړي څه دي؟ خو دا ده مذاکراتو ته ورسره ناست دي، په لسګونو سپین ږیری عالمان، او مشران یې مذاکراتي هیئت ته ټاکلي، شپه ورځ ورسره خبري کوي. که څه هم ستا لطرفه باتور دوستم ورته راغلی، هغه ورته شله دی چې زما سره به د بامیانو فقه مني،؟ بل څه نه منم، پردې خبره یې درې میاشتې و ایستلي. مګر طالبان بیا هم د دې ولس په خاطر ورسره خبري کوي. که ته وایی چې طالب دې بې چون وچرا خپله وسله غني ته وسپاري، او ځان دې د یو… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x