نظــر

طالبان؛ او د سیاسي ممبر ستونزمن انتخاب!

استاد محمد زمان مزمل

له امریکا سره د طالبانو تړون او په مسکو کې له مخالفینو سره د طالبانو نسبتا کامیاب ملاقات ملت او دنیا ډاډه کړه چې طالبان به خپل نظامي سنګر په اسانۍ په سیاسي سټیج بدل کړي او قضیه په تېر تړون کې په همدغه لوري تنظیم شوې چې قضیه به نظامي حل نلري.

ولې په قطر کې دوه میاشتني ځنډ او د وعده شوي اور کم په ځای طالبان د خپل حریف کابل سره بېرحمه او ملت وژونکو جګړو ته په ننوتلو دا تأثر چې طالبان سیاسي شوي له بنیاده رانسکور کړ.

په تېره چې د طالبانو حریف کابل پکې ۱۰% د سولې پلوي نده ددغو جګړو ۹۰% پړه په طالب غورځوي او مرګونې پروپاګنده کوي.

طالبان څه زړه یې مني څه زړه یې نه مني د روغې جوړې په پړاو کې سیاسي ممبر ته د تللو هنر باید زده کړي.

خمیني له فرانسې پر تهران کوز شو یوه توپانچه یې هم پر واسکټ نه ځړېدله، خمیني د شاه اویا کلن نظام او د امریکا اویا کلن ژندارم په یو سفر او پر یو راکوزېدو نسکور کړ له حزب تودې نه نیولې تر مجاهدین خلق پورې خمیني د ځان ملګري کړل.

طالب مشران چې درې کلن چانس یې بایللی هغوی پاتې چانس باید په بېباکۍ له لاسه ورنکړي تر طالب ډېر مسلمان خلک په کابل کې شته هغوی نه غواړي د ایران او پاکستان لپاره جګړې وکړي ولې هغوی له امریکا سره له زړه کرکه لري.

له دغو ټولو سره طالبانو پدې پنځوو کلو کې د یوه مثبت قدم اخیستو لاره جوړه نکړه.

له همدې ځایه زه دغو عزیزو مشرانو ته وایم مجاهدین پخپل نظامي غرور له سیاسي سوله ناکې لارې نه وشکېدل او نن هغه تر ټولو قوي یې پکې خپل ملګري په ځان نشي راټولولی ملت خو په ځای پرېږده.

نن چې طالب د هغوی پر لاره روان دی هغوی باید خپله تته راتلونکې په وخت درک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

په رشتیا هم د طالبانو حریفان د جګړو ۹۰٪ پړه په طالب غورځوی او مرګونی پروپاګنډ کوی . کله طالبانو ته د سیاسی ممبر د نه تللو پیغور ورکوی ، کله یی سیاسی بنیاد نسکوره بولی ، کله وایی طالبانو دری کلن چانس د لاسه ورکړ ، کله وایی په پنځو کلو کی یی یو مثبت ګام نه دی اخیستی ، کله وایی د ایران او پاکستان د پاره جنګ کوی ، کله وایی نظامی غرور یی سیاسی سوله ور وشکوله او اوس خپل ملګری لا نسی راټولولای ولس خو پر ځای پریږده . دا د اوسنی زوړ استاد خبری… نور لوستل »

شالو

استاد محترم ستاسی سالم انتقادونه په ځای او قابل د قدر دی، او دا هغه ځه دی چه ستاسی مخکی د یوه باخبره او با تقوا مجاهد په صفت تجربه کړی او لیدلی مو دی. امید دی چه مشران حضرات د مهم ټکی ته پام وکړی تر اوسه هم ناوخته نده، او حتی زه پشنهاد کوم مشرانو حضراتو ته چه دوی، ستاسی په رقم مشران او نور خیرخواه علما او د نظر خاوندانو سزه وخت په وخت مشوره وکړی، مشران حضرات باید هغه د انګریزان خبره باید تر ممکنه حده Inclusive وی. مننه

محمدقاسم شيريندل

طالبه وروره پام چه خطا نه وزي تاسو د امريکا سره تر تړونه پوري بلا ډيري برياوي درلودي لاکن په دي ورستيو دومياشتو کي مو دبريا څرک ډير کم تر سترگو کيږي منم چه ستاسو په مقابل کي منفي طبليغات په درز روان دي خو دهر منفي طبلىغ په مقابل کي تاسو هم سپناوي کوي او طبليغاتي مبارزي ته دزور ورکولو ظرورت احساسيږي تاسو وليدل چه په جينيوا کنفرانس کي تاسو دگډون څخه محروم سولاست علت څه شي وو اوولي علت يي روښانه او معلوم دي د جنگ په ډگر کي پر مختگ تاسو وعده کړي چه اور کم به… نور لوستل »

مختار

دا استاد زمان خو یو وخت ډیر ښه ښه مطالب لیکل او مونږ به یو څه ترینه زده کول. دا د کرونا ویروس چې هرڅوک وهلي نو یو اثر نه یو اثر یې پکې پاتي وي. داسې بریښي چې استاد یې دا د لیکلو پر مرکز وهلی او هرڅه یې پکې ګډوډ کړي. زه باوري یم چې که یوه هوښیار نوي ځوان ته چې عقیده یې جوړه وي قلم په لاس کې ورکړې هم تر ده به ښه تحلیل وکړي. پخپله دې لیکلي چې حکومت ۱۰٪ هم سوله نه غواړي او بیا وایې چې طالب سوله نه کوي. نو چې… نور لوستل »

سلیم

د استاذ زمان صیب! د مشورو برکت و چې ګلبدین حکمتیار یې غني ته تسلیم کړ، وسله یې له اوږې ځیني کښته کړه، جهاد ته یې فساد پري ووایه، د ټلویزون پر پرده غوړي ديمکراسۍ ته یې وردننه کړ، د راوا تنظیم د بې حیا انجونو په منځ کې یې د سکاټمیلر انتخاباتو ته ودراوه، باعزته مجاهد یې دنیا او ملت ته وشرماوه، اوس یې نه ملت پکار لري، نه یې د غني سیکولر انډیوالان په کار لري، او نه یې نړۍ ته د یوې خاشې حیثیت پاتي شو. او استاذ مزمل د خیر پر غونډۍ ورته ناست دی، د… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx