دیني، سیرت او تاریخ

ننني مغول (مغول العصر)

ژباړه: سیداحمد روحاني

د اوومې هجري پېړۍ په لومړیو کې د نني منګولیا هیواد څخه د اسلامي هیوادونو د بربادۍ او غصب په موخه مغولي تاړاک پیل شو، د اسلام کلاوې یو په بل پسې د مغولي لښکر په وړاندې سقوط کېدلې.

ډېری اسلامي ښارونه د مغلو له لوري سقوط او په میلیونونو مسلمانان ووژل شول، یوازې په مرو کې ۷۰۰زره مسمانان ووژل شول، دوه میلیونه په بغداد او په سلګونو زره نور په حلب، بخارا او خوارزم کې ووژل شول.

د اسلام لوی لوی ښارونه او پلازمېني سقوط شوې، لکه بغداد د عباسیانو پلازمېنه، دمشق د امویانو، حلب او موصل د بني همدان او زنګیانو، قونیه د سلجوقیانو، او خوارزم د خوارزمې امپراطورۍ پلازمېنه، دغه ټول او ورسره نور ښارونه سقوط او خلک یې د مغولو له لوري ووژل سول.

په زړونو ناهیلي واکمنه وه، په مسلمانانو د مغلو د برلاسي پنځوس کاله وشول تر دې چې د اسلامي نړۍ تر نیمایي ډیره برخه د مغولو لاس ته ولوېده، او د مسلمانانو د ټول شمېر له څلورمې برخې زیات مسلمانان د دوی له لاسه ووژل شول، تر دې چې ډېرو خلکو دا ګمان کاوه چې هیڅکله به هم د اسلام پښه ټینګه نشي او نه به هم مغولي دولت نسکورېږي.

په مغولو باندي د مسلمانانو لومړۍ بریا:
کله چې مغولو نیمه اسلامي نړۍ ونیوله او په مسلمانانو کې یې قتل او چپاول پیل کړ، په میلیونونو مسلمانان د دوی لخوا ووژل شول، لوی ښارونه او پلازمېنې ړنګي شوې، نو په دې وخت کې الله تعالی د مغولو د نابودۍ او هلاکت اراده وکړه.

دا چې مغولي خطر مصر او ورسره ټول اسلامي مغرب ګواښه، نو اسلامې لښکرې د سلطان قطز المملوکي تر مشري لاندې په مصر کې راټولې شوې او د شام د مبارکې ځمکې د عین جالوت نامې سیمې په لور د مغولو مقابلې ته روان شول.
مغول له ماتې او ذلت سره مخ شول، د لومړي ځل لپاره مسلمانانو په مغلو او تاتاریانو ریښتینې بریا ترلاسه کړه، د مغولي لښکر ډېره برخه له منځه لاړه او مسلمانانو د شام هغه سیمې بېرته تر خپل واک لاندې را وستلې کومې چې مغولو لاندې کړې وې.

د مغولو ماتې:
د مغولو لومړۍ پوځي ماته په (٦٦٥ھ‌) کې د عین جالوت په پېښه کې وه چې دا د مغولو د حملو له پیل نه څلوېښت کلونه وروسته وشوه، دوهمه لویه ماتې یې په( ۷۲۰ھ‌) کې د شقحب پېښه وه چې د مغولې تاړاک له پیل او په نیمه اسلامي نړۍ د مغولو د مشرۍ څخه ۹۰ کاله وروسته پېښه سوه.

د مغولو ریښتینې ماتې:
د مغولو دغه ماتې ټولیزه عسکري ماتې نه وه، مسلمانانو د عین جالوت او شقحب په معرکو کې په بریا سره یوازې دشام او اناضول ځینې سیمې بېرته ونیولې، ویې نشوای کولای چې ډېر پرمختګ وکړي او ټولې اسلامي خاوري بېرته را وګرځوي، حتی د بغداد په بېرته نیولو هم ونه توانېدل.

د مغولو ریښتینې ماته او د ټولو اسلامې خاورو بېرته د اسلام حکم ته راګرځېدل په اسلام کې د مغولو په داخلېدو سره وشول چې له دې سره په منځنۍ اسیا او روسیه کې نوې سیمې هم د مسلمانانو تر حاکمیت لاندې راغلې.

عقیدوي جنګ، د عقل او فکر ډګر:
د مغولو جنګ یواځې عسکري بڼه درلوده او د عقل لپاره پکې ځای نه و، دوی د ټینګي عقیدې خاوندان هم نه ول، مسلمانانو د دوی د عقلونو په واک کې د اخیستلو لپاره را پاڅېدل او دوی یې د بت پرستۍ او خرافاتو له ګمراهي نه د حق او اسلام رڼا ته را وایستل.

په حقیقت کې د د عقیدې او فکر جګړه تر مسلح جنګ ډېره سخته او خطرناکه ده، دا خبره د لومړي ځل لپاره مسلمانانو درک کړه.

په داسې حال کې چې مغولو په خپلو دواړو حملو( د چنګېز خان حمله او د تیمورلنګ حمله) کې چې اسلامې هیوادونه یې ونیول خو دومره دوام یې ونکړ بلکې په پایله کې د همدې یرغلګرو زامنو اسلام ته غاړه کېښوده، جالبه خو لا دا ده چې د هند د اسلامې امپراطورۍ مؤسس چې تر ۶۰۰ ډېر کلونه یې دوام وکړ د تیمور لنګ له لمسیانو څخه و.

همداسې څه په صلیبي جګړو کې هم وسول چې په پای کې ټولې له ناکامۍ سره مخ سوې، دا هغه څه دي چې غر ب خپله ورباندې اعتراف کوي.
خو کله چې غربیان د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د عقیدوي او فکري جنګ په اهمیت پوه سول، نو د تلې پله بېرته واوښته.

نني مغول( مغول العصر):
نن ورځ امتونه د اسلام په ضد سره یو شوي، تر پخوانیو مغولو یې سخت او خطرناک یرغل کړی.
نن ورځ دوی زموږ سره یوازې په مسلح جنګ نه دي بوخت، بلکې د شبهاتو په اچولو او د ځوانانو د تغریب( westernisition) له لاري په فکري ډګر کې زموږ سره عقیدوي جګړه کوي.

نن ورځ د نړۍ ډېری دولتونه د مسلمانانو په ضد دریمه مغولي حمله کې سره یو سوي دي، بلکې دا تر نورو هغو ډېره خطرناکه، پراخه او لویه حمله ده.
مادي او معنوي امکانات یې ورته برابر کړي، عقلونه او شتمنۍ یې ورته وقف کړې، دا داسې یوه حمله ده چې دوی پکې زموږ ځمکې، عقلونه، افکار، او شتمنۍ لوټي، او دا هر څه د ازادۍ او مساوت تر عنوان لاندې نویو شعارونو په واسطه ترسره کوي.

نني بت پرست مغول چې د نړۍ أکثره نصارا هم ورسره دي په اسلامې هیوادونو یې یرغل کړی، له افغانستان، ترکستان او برما څخه بیا تر عراق، شام همداسې تر افریقایي سواحلو پورې تر عام یلغار لاندي دي.

کافري ډلې او احزاب اسلام د ډېوې په ضد سره یو سوي دي.

خو ډېر ژر به روسیه، ایران او ملګري یې په شام، فرانسه په افریقا، چین په ترکستان، هندوان په برما کې او امریکا له ټول اسلامي امت سره په پیل کړیو جکړو کې له ماتې سره مخ سي إن شاءالله و ماذلک علی الله بعزیز

فایدې او عبرتونه:
الهي حکمت تر بل هر حکمت لوړ دی، کله کله د ظالمانو برلاسی د مسلمانانو له پاره د لوی خیر پیلامه وي، همدا مغول و له کفر نه د ایمان لور ته ولاړل په داسې حال کې چې مسلمانانو دا ګمان کاوه چې د مغولو دا یرغل یو شر دی مګر پایله په خیر بدله شوه.

نن به تاسې دښمنان وینئ چې سره متحد دي خو یوه ورځ به الله تعالی دوی هم د مغولو په څېر سره جلا او تیت پرک کړي.

بإذن رب العلمین

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x